افغانستان

په هرات کې پنځو پوله ساتو عسکرو ته مرګ-ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: د هرات ولایت په ایران پولې ته څېرمه سېمه کې د سړک غاړي ماین چاودنې  ۵ سرحدي پولیسو ته مرګ-ژوبله اړولې.
د هرات د څلورم سرحدي زون د پولیسو قوماندان جنرال جمعه خان عدیل وویل، په چاودنه کې یو پولیس مړ او څلور نور ټپيان دي. د نوموړي په وینا چاودنه د طالبانو له لورې د لیرې واټن څخه د کنټرولېدونکي ماین په مټ ترسره شوي.

د هرات د سرحدي پولیسو چارواکي د پېښي د پخلي ترڅنګ وایې، پېښه بېګاه ناوخته د ایران پولې ته څېرمه د شینډنډ ولسوالۍ د کلاته نظر او اسلام قلعه ترمنځ هغه مهال رامنځته شوه چې کله پولیسو غوښتل د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی ماین خنثی او وچوي.
بل پلو طالبانو د چاودنې پړه پر غاړه اخستې او په خپله رسمي ویب پاڼه کې لیکي: چاودنه د اندرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو پر دوو رینجرو شوې ،چې په پایله کې يې یو رینجر په بشپړه توګه له منځه تللی او څلور سرحدي پولیس پکې سخت ژوبل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x