اقتصاد

کریډیټ کارټ Credit Card‎

ژباړه: سباوون دانش

کریډیت کارت یو له نوښتګرومالي خداماتو د ډلي څخه ده کوم چې په امریکا کې منځ ته راغلی او اوس مهال د ټولو تجارتي بانکونو له لوري وړاندي کیږي.

د کريډیت کارټ نظریه په لومړي ځل دیو امریکائي تجار او بزګر له لوري چې (فرینزنیس بایټم) ئي باله وړاندي شوه،فرینزنیس بایټم یوه ورځ دشپي د ډوډوۍ لپاره یو هوټل ته تللي وه، د بیرته راتلو په مهال ګوري چې پیسې ورسره نشته، له یادي شپي وروسته ئي په همدي اړه فکر کاوه ترڅو ئي همدا نظریه وړاندۍ کړه. له همدي وخت وروسته په امریکاه کې ټولو تجارتي بانکونو او غیري بانکي کمپنیو د خپل کار یا تجارت د ودي لپاره دیادي نظریې دعملي کولو په هڅه کې شول،خوBarclays Bank لومړنی بانک وه چې په ۱۹۶۶ کال کې ئي د لومړي ځل لپاره کریډیت کارټ معرفي کړ،له دې وروسته ډیرو نورو بانکونو د یاد کارټ دخدمتونو وړاندي کول پیل کړل.دکریډیت کارټ فرهنګ یا خدامات په غربي نړۍ کې له ډیري پخوا رواج دي او ویلي شو چې په زړیدوهم ده،په اسیائي ملکونو کې نوی او تر ټولو چټکو پرمختلونکو خداماتو له ډلي څخه شمیرل کیږي. په همدي هیله چې زموږ ګران هیواد هم له همدا شان خداماتو برخمن شي.
کریډیت کارټ څه شي ده : کریډيت کارټ هغه بانکي کارټ ته ویل کیږي چې د کارت لرونکی کولاي شي د پیسو د نه لرلو په صورت کې هم خریداري وکړي،سفر وکړي، او یا په هوټل کې ډوډۍ وخوري بې له دې چې په هماغه شیبه ورته پیسې ورکړي.

د کارټ درلودونکی کولای شي چې د کارټ په واسطه د بانک نه تر ۴۵ ورځو پوري قرض واخلي. کرډیت کارټ دوګړو لپاره لا زیاته اسانتیا برابروي لکه د پیسو دلیږ اسانتیا، دپیسو خوندیتوب او داسي نورې هغه اسانتیاوې دي چې د کریډیت کارټ په لرلو سره خلک ترې برخمن کیږي. ددې کارټ په لرلو سره ضرورت نشته ترڅو پیسې له ځان سره وګرځوه.

په لنډو ټګو کې کریډیت کارټ د پیسو خوندیتوب، اسانتیا، اعتبار او قرض اخستلو ته وائي.

څوک د کریډیټ کارټ لرونکی کیدي شي: د کریډیټ کارټ په ورکړه کي د ټولو تجارتي بانکونو معیار او شرایط سره توپیر لري شرایط یعني د شخص د لګښتونو ظرفیت،کلني یا میاشتنې عاید،شتمنوالي او داسي نور چې دیادو شرایطو په لرلو سره شخص کولاي شي کریډيټ کارټ تر لاسه کړي. زیاتره بانکونه په ښکاره ډول شرایط وړاندي کړي چې ددي شرایطو په لرلو سره کولاي شي کریډيټ کارټ تر لاسه کړي.دهندوستان زیاتره بانکونه همداسي شرایط لري یوله هغو شرایطو ئي دادي چې دیاد شخص کلني عاید یا معاش باید تر۶۰۰۰۰ هندي کلدارو کم نه وې.

دکریډيټ کارټ ډولونه: نظراهدافو ته د کریډيټ کارټ استعمال موږ ته د کریډيت کارټ ډولونه راپه ګوټه کوي. ګریډیټ کارټ زیات ډولونه لري چې دلته ئي د لیکنۍ دحجم د زیاتوالي او بي خونده کیدو له ویري نشو په ډاګه کولاي،یوازي تر ټولو زیات استعمال لروونکي او تر ټولو موهم ډول ته ئي مخه کوه.

ډیبټ کارټ: کریډیټ کارټ په تیرو څو کلونو کي په ټولو هیوادو په تیره بیا په غربي هیوادو کي د پام وړ وده کړي ده او د کاغذي پیسو لپاره د غوره بدیل په توګه منل شوي ده. پرمختللو هیوادونو لکه امریکاه او داسي نورو د ډیبیت کارټ په منځته راوړلو سره په دي لاره کي یو قدم وړاندي تللي دي. ډیبټ کارټ په دغو ټولو هیوادونو کي په زیاته اندازه مشهور او د خلکو پام ئي زانته را اړولي ده او د خلکو لپاره ئې لا زیاته اسانتيا برابره کړي ده.

دیوي شمیرنۍ له مخي د ۱۹۹۷ کال د مارچ په اخرو کي د کارت لرونکو شمیره ۶۶.۷ میلیونه ته رسیده دیادي مودۍ په ترڅ کي دکارت لرونکو له لوري د ۱.۲ میلیونو په اندازه راکړه ورکړه ترسره شوي ده چې ددي راکړي ورکړي مجموعي بیه ۶۲.۹ بیلیونه امریکائي ډالره ښودل شوي.

لکه د کریډيټ کارټ په شان د ډیبټ کارټ لرونکي هم کولاي شي چې د راکړي ورکړي په وخت کي ډیبټ کارټ وکاروي او د کاغذي پيسو له ورکړي ډډه وکړي.

دډیبټ کارټ په استعمال سره به د راکړي ورکړي بیه یا د پیسو مقدار په اتومات ډول د کارت لرونکی دبانکي حساب څخه واخیستل شي.

دډیبټ کارټ داخیستلو یاد لاسته راوړلو په پروسه کي شخص مجبور دې لومړي په بانک کي حساب پارنيزي چې دا چاره بیا په کرډيټ کارټ کي نه ترسره کیږي.

دډیبټ کارټ سیستم یو مشخص ماشین ته ضرورت لري چې د خرڅلاو په ټولو مرکزونو کي موجود وې.

کارټ په خپلې شاتنې برخه کي د یوي برقي الي په لرلو سره دکارټ دلرونکی،بانک،او په بانکي حساب کي د پیسو د مقدار په اړه معلومات وړاندي کوي.هر کارټ د یو شخصي نمبر یا کوډ درلودونکي وې چې یوازي کارټ لرونکي او بانک ته معلوم وي.پیریدونکی دپیرلو په وخت کي کارټ ماشین ته ورننباسئ، پلورونکي د یاد خرڅلاو بیه یا قیمت ماشین ته داخلوې او بیا کارت لرونکی د کارت شخصي نمبر چې یوازي کارت لرونکي ته معلوم وې داخلوي،ماشین په اتومات ډول د بانک سره په رابطه ټینګولو باندي د بانکي حساب په باره کي معلومات را اخلي او یادي پیسې دکارت لرونکي د حساب څخه په اتومات ډول کمیږي.

دکریډیټ کارټ او ډیبټ کارټ ترمنځ توپیرشته چې یو څو توپیرونه ئي په لاندي ډول دي.

۱. په کریډیټ کارټ کي د پیسو سمدستي ورکړه نه رامنځ ته کیږي او د کارټ لرونکی اړ نه دي چې دخریداري په وخت کي پیسې ورکړي د پیریدونکی لپاره بانک پیسې ورکوي،خو په ډیبټ کارټ کي بیا دپیسو ورکړه د خریداري په مهال رامنځ ته کیږي او پیسې د پیریدونکی د بانکي حساب نه اخیستل کیږي.

۲. په کریډیټ کارټ کي د کارټ درلودونکي اړ ندي ترڅو په همغه وخت پیسې ورکړي دکارت لرونکي ته بانک پیسې ورکوي او وروسته له ۳۰ یا ۴۵ ورځو پوري کارت لرونکی اړ دي تر څو بانک ته پیسې ورکړي،او په ډیبټ کارټ کي پیسې سمدستي د کارت لرونکی د بانکي حساب څخه کرځول کیږي.

۳. دکرډیټ کارټ په سیستم کي د اړیکۍ د پرمختللي سیستم لپاره ضرورت نشته خو په ډیبټ کارت کي بیا دا سیستم ضروري ده د معین ماشین په واسطه دکارت له لاري دبانک سره اړیکه نیول کیږي ترڅو ټول لازم معلومات تر لاسه کړي.

۴. بانکي حساب پرانیستل او په هغه کي پیسې ساتل د کریډیټ کارټ لرونکي لپاره اړین ندي خو ډیبټ کارټ لرونکي اړ دی ترڅو په بانک کي حساب پرانیزی او په هغه کي پیسې وساتي.

۵. په کریډيت کارټ کي د درغلي خطر زیات وي خو دا خطر بیا په ډیبټ کارټ کي د خصوصي نمبر یا کوډ په واسطه کم شوی ده.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x