افغانستان

طالبانو په ګرشک کې د ۱۳ اکمالاتي موټرو د سوځولو خبر ورکړ

نن ټکی آسیا: طالبان وایي د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یې د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي موټرو پراخ وسله وال بریدونه کړي.
د طالبانو د رسمي ویب پاڼې د نظامي خبرونو د څانګې د خبر په استناد ، بریدونه پرون له غرمې مخکې د ګرشک ولسوالۍ په کمپرک او حیدرآباد سېمو کې پیل شول او شاوخوا څلور ساعته یې دوام وکړ.

د سرچینې په خبره، د دغو څلور ساعته بریدونو په پایله کې د حیدرآباد په سېمه کې ۷ او د کمپرک په سېمه کې ۶ اکمالاتي د اور په لمبو کې په بشپړه توګه تخریب شوي او له منځه تللي.
د هلمند امنیتي چارواکو تر دې مهاله په دې باب له څه ویلو ډډه کړې، او په بریدونو کې د اوښتو تلفاتو جزیات یې هم نه دي ورکړي.
طالبان وایې، په بریدونو کې دوی ته هېڅ ځاني زیان نه دی اوښتي او له بریده وروسته یې مجاهدین په خوندي توګه تر خپلو سنګرونو ستانه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x