نظــر

د اسلامیزم او سیاسي اسلام پردي اصطلاحات

سید سعید

په صلیبي اوږدو او خونړیو جګړو کي چي دښمن خپلي شومي موخي ترلاسه نه کړې او پرله پسې دشرمونکي ماتي سره مخ شو، نو یې داسلام او مسلمانانو پر ضد د فکري جګړې په ډګر کي داستشراق محاذ هم پرانسیت.
داستشراق د مکتب موسسین، پیل، تیوري، فعالین او فعالیت پراخ مبحث دی، ډیر وخت او څېړنه غواړي، دې لیکني غوندي واړه مطلب کي نه شي احاطه کیدای، خو په لنډو به دومره ووایو چي مستشرقین د لویدیځوالو هغه ډلګۍ ده چي اسلام کي د شکونو او شبهاتو دپیداکولو په موخه یې شرقي علوم ( اسلامي علوم) لوستي او په زده کړه او مطالعه یې لګیا دي.

مستشرقینو دنبوي سیرت، اسلامي تاریخ، اسلامي نظام او په اسلام کي د فردي او ټولنیزو، شخصي او حکومتي قوانینو او حقونو په اړه پنډ پنډ کتابونه لیکلي. دوی داسلام څخه دمسلمانانو د لیري کولو په هدف په خپلو لیکنو کي زموږ و دین او اسلافو ته په درواغو او ټګۍ برګۍ سره ډول ډول کړني او خبري منسوب کړي او بیا یې دهمدې درواغو او افواهاتو پر بنسټ خپل کوږ قضاوت وړاندي کړی دی.

همداراز دغرب همدې مکاري ډلي خپل ځیني زاړه او نوي جوړ کړي اصطلاحات اسلامي ادب ته را داخل کړي دي.

په ډیر تاسف سره ځینو مسلمانو لیکوالو او ادیبانو هم د نه پاملرني له امله هغه مصطلحات په خپلو لیکنو کي استعمال کړي، چي مستشرقینو دیوې دسیسې له مخي جوړ کړي او په کارولو کي یې زموږ لوی تاوان دی.

د بېلګې په توګه د مستشرقینو داختراع کړو اصطلاحاتو له جملې څخه اسلامیزم، اسلامیستان او سیاسي اسلام هغه مصطلحات دي چي وخت ناوخت خپریږي. ایزم معنی مکتب، لکه فکري او ایډیالوژیک ګمراه مکتبونه چي مشهور یې کمونیزم، سوسیالیزم، سکولریزم، کپیټالیزم، لیبرالیزم او هیمونیزم دي او یا ادبي مکتبونه لکه ریالیزم، رومانیزم او. . . . .

پورته ذکر شوي او نور فکري او ادبي مکتبونه د فرد او ټولني دافکارو او تخمیناتو محصولات دي، خو برعکس داسلام مقدس دین نه یوازي داچي کوم فکري مکتب نه دی او نه هم دمختلفو ادبي او فکري ایزمونو په څېردمخلوق دکمزوري او محدود فکر محصول دی، بلکي هغه اسماني دین دی چي په نزول سره یې نور اسماني ادیان منسوخ شول، د اسلام سرچینه دانساني فکر څخه ډیره اوچته او غوره ده، دا غوره، اوچته او شفافه منبع «الهي وحي» ده چي دبشري محصولاتو( ایزمونو) سره په هیڅ ډول د مقایسې وړ نه ده.

د مستشرقینو بل فریب دادی چي خلګ یې داسلامي سیاست او سیاسي اسلام ترمنځ په مغالطه کي ایسار کړي دي، ځیني کسان فکر کوي چي همدا دواړه اصطلاحات مرادف دي، خو اصل خبره داده چي د سیاسي اسلام اصطلاح ستره خطاء ده، ځکه سیاست په اسلام کي دننه مهمه شعبه ده، نه یو ځانګړی اسلامي ماډل، همدارنګه دوی دواحد اسلام څخه په صوفي اسلام او جهادي اسلام سره هم تعبیر کوي، یعني اسلام تجزیه کوي، حال داچي اسلام تجزیه نه قبلوي، حتی له یوه حکم څخه انکار یې له ټول دین څخه دوتلو په معنی دی. بل داچي په دغه ډول اصطلاحاتو سره داسلام جامعیت او کاملوالی جرحه کوي او لویه حربه یې لا داده چي داسلام د دین اساسات او مهمي غوښتني فقط ځینو افرادو اوډلو ته منسوبوي، مثلا اسلامي سیاست او جهاد داسي ښیې ګواکي چي همدا دافرادو او ډلو ځاني ابتکار او غوښتني دي.

مسلمان لیکوال، ادیبان او سیاسیون باید ددښمن دسیسو ته ځېر شي، هغه اصطلاحات باید ونه کاروي چي دښمن اختراع کړي، رواج کړي او ددښمن په ګټه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

سعید صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ستاسی له حقایقو ډکی لیکنی مننه او ستاینه کوم او دعا ګانی درته کوم . ستاسی د ټولی لیکنی سره سل په سلو کی توافق لرم ، یو څه ټکی به زه هم ورسره زیات کړم او هغه دا جه : لمړی : ایزم تاسی هم ښه تعبیر کړی ، سربیره پردی ایزم پا پالنه پرستش ته هم وایی او مونږ داسلام پرستش نه بلکه د الله ج پرستش کوو . نو اسلامیږم یوه کفری اصطلاح ده . دوهم : لکه سوله د اسلام یو نوم سیاست یی بل نوم دی سوله… نور لوستل »

سید سعید

ډیر قدردان استاد الحاج بیانزی صاحب ستاسو له پیرزوینو،مشورو او سپارښتونو څخه نړۍ مننه کوم ،الله تعالی دې اجر درکړي،ستاسي علمي لیکني او ګټوري تبصرې لولم،الله تعالی دي روغ صحت او اوږد عمر درکړي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x