افغانستان

د فراه په ترافيکي پيښه کې ۵۷ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): د هيواد په لويديځ فراه ولايت کې د يوې ترافيکی پيښې له امله ۵۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه ترافيکي پيښه نن سهار وروسته له هغې رامنځته شوه چې يو ۳۰۴ ډوله بس موټر چې له کابل څخه هرات ته په لاره و، د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ اړوند د توت په سيمه کې کې له يوه بل بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.

په پيښه کې ۱۴ تنه مسافر مړه شوي دي او ۴۶ نور يې ټپيان دي چې د ځينو حالات د انديښنې وړ دی.

د ګلستان ولسوالۍ ولسوال اجمل زاهدي وايي چې په دغه بس کې ۵۹ تنه مسافر سپاره وو چې له جملې څخه يې دوه تنه روغ پاتي شوي او څوارلس تنه يې مړه او نوريې ټپیان دي .

دغه راز له هرات ولایت څخه د یوې بلې ترافيکي پېښې خبر هم ورکړل شوی ؛ چې د ښځو او ماشوانو په ګډون ۱۶ تنه مړه او ۱۳ تنه نور يې ټپیان ښودل شوي .

دغه پېښه د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ د میرداود په سیمه کې رامنځ ته شوې .

د هرات ولایت مرکزي روغتون مسؤلین وايي چې اوس مهال د پېښې قربانیان روغتون ته لیږدول کیږي خو د پېښې د بشپړ څرنګوالي په اړه نور تفصیلات تر دا مهاله نه دي ورکړل شوي.

د يادونې وړ ده چې تيره ورځ هم په نيمروز ولايت کې ترافيکی پيښه رامنځته شوې وه چې له امله يې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

سلیم بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x