د امریکايي الوتکو په بمبار کې د کندز وژل شوي ماشومان

د پژواک میاشتنی راپور: د نومبر په میاشت کې ۱۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): که څه هم د مني او ژمي په موسم کې د نورو میاشتو په پرتله جګړې کمي وي، خو بیا هم په تېره یوه میاشت کې نیژدې ۱۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پژواک خبري اژانس یو مفصل راپور خپور کړی چې په وینا یې دغه شمېرې یې د بېلا بېلو سرچینو د څرګندونو له مخې برابري کړي.

په راپور کې راغلي چې د وړمي میاشتي (اکتوبر) په پرتله په تېره میاشت (نومبر) کې په مرګ ژوبله کې ۵۹ سلنه او جګړو کې ۳۴ سلنه کموالی راغلی دی.

د راپور سره سم په تېره (نومبر) میاشت کې ټول ۱۲۷ بریدونه شوي، چې په هغو کې ۱۳۵۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

او ویل شوي چې ددغي میاشتي زیاتره مرګ ژوبله په مخامخ نښتو کې را منځته شوې او تر ټولو لږه مرګ ژوبله د سړک د غاړي د ماین په چاودنو کې را منځته شوې.

د بریدونو او جګړو تمرکز

د مرګ ژوبلي له اړخه ننګرهار، روزګان، فاریاب، کابل او بلخ ولایتونو تر ټولو خونړي ولایتونه وه، ځکه چې نیمايي مرګ ژوبله همدې ولایتونو کې را منځته شوې خو پاته نیمايي یې په ۲۵ نورو ولایتونو کې را منځته شوې، خو له پنجشېر، بامیان، دایکنډي او سمنګانو ولایتونو څخه د مرګ ژوبلي راپورونه نه دي ورکړل شوي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال زلمی وردګ پژواک ته ویلي « د تېرو څو کلونو تجربو ښودلې چې په افغانستان کې هر کال د مني په وروستيو او د ژمي په موسم کې جګړې کمېږي؛ ځکه چې د دولت وسله وال مخالفين په دې وخت کې د ونو د پاڼو د رېژېدو له امله د ځان د پټېدو لپاره مناسب ځای نه لري او په دې موخه چې ډېر تلفات ونه ویني، بريدونه کموي.».

بلخوا د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ویلي چې د بریدونو د کمښت یوه وجه دا هم ده چې دولتي ځواکونو په تېره میاشت کې طالبان سخت ځپلي دي ځکه د ډیرو بریدونو توان نه لري.

مرګ ژوبله

د راپور سره سم په نومبر میاشت کې ټول ۷۴۸ تنه وژل شوي او ۶۱۱ نور ټپیان شوي دي.
دغه مړي او ټپيان ټول افغانان دي چې طالبان، دولتي ځواکونه، ملکيان، ښځي او ماشومان هم په کښي دي، خو پژواک د هر اړخ ځانګړې شمېرې نه دي خپري کړي ځکه چې وايي «تفکیک» یې ناشونی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د