هیواد د اخلاقي فساد د فاجعو په توپان کې

نن ټکی اسيا- سرليکنه

۱۶ کاله وړاندې امریکایانو د پوځي اشغال په ترڅ کې د قانون حاکمونې په پلمه په افغانستان کې د طالبانو نظام ړنګ کړ.

خو اوس چې له هغه وخته تر یوې نیمې لسیزې زیات وخت تیریږي یوه ورځ هم په هیواد کې داسې نه ده تیره شوې چې په هغه کې دې د افغانستان د اساسي قانون او د افغانې ټولنې د مذهبي او اخلاقي روایاتو سپکاوی نه وي شوای .

د قانون شکني په دې ګډوډ نظام کې تیره اونۍ مونږ په هیواد کې د دوو اخلاقي فاجعو د پیښیدو شاهدان و:

۱ـ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم له لوري د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره نا انساني چلند

۲ـ د ننګرهارد ښیوې په ولسوالۍ کې د وسله والو زورواکو له لوري پر یوې نیستمنې کورنۍ تر سره کړی جنایت.

پورتنۍ بوږ نوونکې پیښې زمونږ د هیواد په تیر تاریخ کې د اخلاقي بشاعت او وحشت له لحاظه داسې فاجعې دي چې انساني سالم ضمیر یې له هسي عادي تذکر څخه هم د شرم احساس کوي.

په افغانستان کې په تیرو تقریبا څلورو لسیزو کې د جګړې په ډګر کې ډیر ترخه او ناوړه حوادث رامنځته شوي ، خو دهغو په منځ کې د دغه ډول وحشیانه جنایت بیلګه نه لیدل کیږي.

د تأسف خبره داده چې دا وحشیانه جنایت د حکومت د ترټولو لوړپوړوچارواکو لخوا تر سره کیږي.

همدغه فاسد چارواکي هغه څوک دي چې د امریکایانو لخوا د قانون نافذوونکوونکو په نوم پر ولس تحمیل شوي، او دهغوی فاسدې واکمنۍ ته یې د دیمکراسي او خپلواکۍ نوم ورکړی دی.

یواځې دا نه ؛ بلکې د دې فاسدې واکمنۍ له لومړۍ ورځې زمونږ په هیواد کې د اخلاقي فسادونو ناورینونه پیل شوي.

چې د مشت نمونه یې خروار په توګه یې یواځې په تیرو دریو میاشتو کې په عدلي او قضايي اداراتو کې د اخلاقي فساد د څو پیښو یادونه کوو.

د زابل د څارنوالۍ رئیس له خپلو موظفینو څخه د پیسو په مقابل کې د بد اخلاقي غوښتنه کوي.

د سمنګان د محکمې قاضې د خپلې منکوحې له لورسره نامشروعې اړیکې نیسي.

د غور ولایت یو دولتي چارواکی د دې ولایت له یوه اوسیدونکي څخه دهغه ۱۶۶ کلنه لور په رشوت کې غواړي.

او …

په هرهیواد کې عدلي او قضايي مراجع هغه ارګانونه وي چې په نورو دولتي اداراتو کې د قانوني تخلفاتو مخنیوی کوی ، خو زمونږ په هیواد کې فساد، او قانون ماتونه پیل شوې له همدې ارګانونو څخه ده.

په افغانستان کې د امریکايي اشغال تر حمایت لاندې د اخلاقي ، مالي او اداري فساد دغه صعودي تسلسل د یوه منظم پلان له مخې پر مخ بیول کیږي او همدا د امریکایانو تر اشغال لاندې د افغانستان د مسلمان او متدین ولس لپاره د هغوي د قانون او قانوني حاکمیت تر نامه لاندې جوړشوی مشروع، خپلواک او مترقي نظام دی.

فاعتبروا یا اولی الابصار.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فانی
میلمه
فانی

هرکله چی قرآنی قانون حاکم نوی ددنیا اوافغانستان به دغه او له دی خراب حال وی ……………….!!