روسیه: مونږ د طالبانو په مقابل کې د حکومت سره ډیره مرسته کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): په اسلام اباد کې د روسیې سفیر رسنیو ته ویلي چې دوی کله هم د طالبانو سره نظامي یا غیر نظامي مرسته نه ده کړې، خو په مقابل کې د کابل د حکومت سره د سپکو وسلو او پوځي روزني په برخه کې ډېره مرسته کړې ده.

روسي سفیر (الیکسي دیدوف» دغه خبري په روسیه کې د پاکستان، روسیه او چین تر منځ د افغانستان د درې اړخیزي غونډي په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وکړې.

باید وویل شي چې د رواني میاشتي پر ۲۷ نېټه روسیه، پاکستان او چین د افغانستان په اړه په موسکو کې درې اړخیزه غونډه لري.

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر رسنیو ته ویلي چې دا به د درې هیوادونو تر منځ د افغانستان په اړه دریمه غونډه وي.

هغه وویل: «مونږ چې په افغانستان کې څه وینو، له بدغه مرغه اندیښمن وضعیت دی، مونږ د افغانستان د راتلونکي په اړه ډېر خوشبین نه یو، افغانستان کې امن او ثبات نشته، په ځان بسیا اقتصاد نه لري، ښه حکومتولي او قوي اردو نه لري».

نوموړي په ټینګار سره هغه راپورونه رد کړه چې ګواکي روسیه د امریکايي ځواکونو او د امریکا له لوري روزل شويو افغاني ځواکونو پر خلاف دې طالبان تقویه کوي.

نوموړي وویل: «مونږ کله هم په هیڅ توګه طالبانو سره کومک نه دی کړی». او زیاته یې کړه خو په مقابل کې روسیه افغان ځواکونو ته «سپکې وسلې» ورکړي، او د پوځي روزني لپاره یې په روسي پوځي اکاډمیو کې زمینه ورته برابره کړې ده.

نوموړي وویل چې روسیه په افغانستان کې په ډېر ټینګار سره د سولي ملاتړ کوي، ځکه چې په افغانستان کې امن او سوله د روسیې په ګټه تمامیږي.

«خو داچي د افغانستان د سولي په اړه خبري ډېري کراري پر مخ رواني دی، ډېره بده خبره ده، مونږ تمه لرو چې په راتلونکې ملاقات کې په دې اړه ښه بحثونه ولرو.»

په دې وروستیو کې د پاکستان، ایران، چین، روسیه او نورو هیوادونو سره د طالبانو د اړیکو په اړه خبرونه ورکول شوي چې دغه ټول اړخونه یې په اړه ځینو منلې چې د افغانستان د سولي په موخه د طالبانو سره اړیکي لري او د هغوی سره یې لیدلي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقباال
میلمه
اقباال

افغانانو ورونو سلامونه می ومنۍ ! د اولین ځل د پاره زه د روسانو دغه خبره یا ادعا تاییدوم چه روسانو د طالبانو سره نظامی یا غیر نظامی مرستی نه دی کړی. شغال د لیوه د اکا زوی دی یعنی زور یی سره توپیر مګر د اسلام او مسلمانانو په ضد ورته دریز لری. زما په یاد دی چه کمونستی دوره کی پوټین د کاجی بی ریس او د سی ای ای غړیتوب یی درلود، یعنی اروپایانو او امریکایانو د روسانو په ضد تر اخوانی رهبرانو زیات د روسانو په کمونستی اداره دننه لویه سرمایه ګذاری کړی وه ، ښه… نور لوستل »