
طالبان: په لوګر کې مکتب اربکیانو سوځولی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په یوه لیږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې ابتدائي ښوونځي د سیمي اربکیانو سوځولې ده .
نوموړي ویلي چې په دغه مکتب کې کتابونه او قران کریمونه هم سوځول شوي دي.
تېره ورځ د تعلیم وزارت خبر ورکړ چې د «تعلیم دښمنانو» په لوګر کې یوه ښوونځي سوځولې ده.
د تعلیم وزارت که څه هم دا نه وه څرګنده کړې چې ښوونځي چا سوځولې خو د سیمي له خلکو یې غوښتي وه چې د ښوونځیو د امنیت په ساتنه کې د حکومت سره مرسته وکړي.
طالبانو تر دې وړاندي هم ټینګار کړی چې د تعلیمي او روغتیايي مراکزو په ګډون په هیواد کې د ټولګټو پروژو د مخنیوي سبب نه ګرځي، بلکي ددغه سي ځایونو ساتنه پر ځان لازمي بولي.