افغانستان

د يوه خونړي دېسمبر په ياد

د فلسطين کرونولوجي:
د نولسمې پېړۍ په وروستيو کلونو کې استراليايي يهودي هرتزل Herzl د صهيونېزم  Zionism په نامه حرکت پيل کړ. د دغه حرکت موخه يهودو ته دولت جوړول وو او ځاى يې فلسطين ټاکلى و. له هماغه وخته صهيونيست يهودان له ټولې د فلسطين په لور روان شول. په ١٩١٧ ميلادي کې انګرېزانو له اسلامي خلافته فلسطين ونيو. له اشغاله وروسته د يهودي دولت جوړېدو خبرې تودې شوې. په ١٩٤٨ ميلادي کې له يو لړ جګړو وروسته، انګرېزان له فلسطينه ووتل.

ملګرو ملتونو د اسرائيل د جوړېدو اجازه وکړه او د اسرائيل اولني لومړي وزير ډېوېډ بن ګورين David Ben-Gurion  په تل ابيب کې د اسرائيل د جوړېدو رسمي اعلان وکړ. کله چې په ١٩٤٨ ميلادي کې د اسرائيل جوړ شو، ډېرى فلسطينيان له خپل هېواده ګاونډيو هېوادو ته مهاجر شول. صبرا او شاتيلا په نامه د فلسطيني مهاجرينو دوه کمپونه په لبنان کې جوړ شول. دغه کمپونو کې د فلسطين د ازادۍ غورځنګ PLO مرکزونه او اکثره جنګيالي هم ميشت وو.


په ١٩٨٢ ميلادي کې د اسرائيلو د دفاع وزير اريل شارون و. شارون له عربو سره د جګړې اوږد تاريخ لاره. دى د ١٩٦٧ ميلادي کال په جګړه کې هم و او د ١٩٧٣ ميلادي کال جګړه کې سره له دې چې متقاعد جنرال و، خو بيا هم جګړې ته لاړ او د اسرائيل د ماتې مخه يې ونيوه. نو شارون غوښتل د فلسطيني د آزادۍ له غورځنګه ځان خلاص کړي. دغه وخت کې اسرائيلو په لبنان کې لاسپوڅى نظام راوستى و، د حکومت مشر مسيحي بشير و. اسرائيلو غوښتل د لاسپوڅي حکومت په وخت کې له لبنان سره د سولې تړون لاسليک کړي. خو لاسليک کېدو ته وخت پاتې نه شو، لبناني ولسمشر بشير له ټاکنې يوه هفته وروسته ووژل شو. شارون د دغې وژنې ملامتي د فلسطيني ازادي په غورځنګ واچوله.

نو شارون وغوښتل چې فلسطينيانو ته د دې وژنې جزا ورکړي. د ١٩٨٢ ميلادي د دېسمبر د مياشتې په پنځلسمه صبرا او شاتيلا کېمپونه اسرائيلي پوځيانو محاصره کړل. د کېمپ اوسېدونکي ابو احمد ورغى او غوښتل يې ورته ووايي چې په کېمپونو کې يوازې بوډاګان، ښځې او غير مسلح کسان پاتي. ابو احمد له سپينې جنډې سره د اسرائيلي پوځيانو په لور روان و، خو هغوى ور رسېدو ته پرې نه ښود، پر لار يې وواژه!

اسرائيلي پوځي بلډوزرو د شاتيلا کېمپ اويا فيصده کورونه ويجاړ کړل، شل فيصده يې بيخي له منځه يوړل او د فلسطين د آزادۍ غورځنګ مرکزونه يې دړې وړې کړل.

اسرائيلي ځواکونو په صبرا او شاتيلا کېمپونو کې په زرګونو بې ګناه او ملکيان ووژل. د بي بي سي له خولې د وژل شوو کسانو شمېره اته سوه ياده شوه، خو عيني شاهدانو او فلسطيني سره صليب وويل چې د درې او څلور زره تر منځ کسان ووژل شول.

د اسرائيل له دغې ډله‌ييزې وژنې وروسته هېڅ څه ونه شول. آن په ملګرو ملتونو کې د اسرائيل وژنې ته ډله‌ييزه وژنه (Genocide) ونه ويل شوه. خو اسرائيل کې د دې له پاره ايريل شارون له دندې ګوښه کړ چې ښکاره کړي، اسرائيل جېنوسايډ غندي! (بيا له دوه‌ زرم کال وروسته لومړى وزير شو)

اسرائيل يوازې په صبرا او شاتيلا کېمپونو کې وژنه نه ده کړې. د اسرائيل له جوړېدو را په دې خوا، دغه وژنه روانه ده. آن د اسرائيل له تاسيسه مخکې د دوى جرمونه پرېمانه وو. لومړى وزير شارون، لومړى وزير مناچم بېګن، د دفاع وزير جنرال موشې دايان… له ١٩٤٨ ميلادي مخکې هم په قاتلانو او مجرمينو پېژندل کېدل. په مناچم بېګن خو د اعدام حکم و!

بيا د اسرائيل له جوړېدو وروسته، له خپل کوره د خلکو شړل، د نورو کورونه ورانول، د بې ګناه خلکو وژل او نور ډېر جرمونه يې وکړل او لا دوام لري. په دې وروستيو کې يې د غزې ظالمانه بريد ښه نمونه ده.

اسرائيل حق لري د خپل امنيت په خاطر، په فلسطين بريد وکړي او هغوى ووژني. لبنان د ډېر وخت له پاره اشغال کړي، سوريه تر بريد لاندې ونيسي، د عراق اتومې ريکټرې (Nuclear Reactor) د ايران اتومي بټۍ ختمې کړي او بل هر جرم وکړي، بيا هم اسرائيل سوله خوښى هېواد دى!

کله چې فلسطيني رهبر ياسر عرفات په کېمپ ډېوېډ (Camp David) کې له اسرائيل سره سوله ونه منله، لږ وروسته شارون لومړى وزير و. نو ياسر عرفات يې رام الله کې محاصره کړ. محاصرې دوه کاله دوام وموند. د محاصرې پر مهال د امريکې جمهور رئيس بش وويل چې شارون سوله خوښى شخصيت دى! معايناتو ښکاره کړه چې په دغه وخت کې اسرائيل ياسر عرفات ته په ډوډۍ کې د پلونيم ماده ايښې وه او د هماغه زهرو له امله وفات شو.

له څلوېښتو ډېر کلونه وشول چې اسرائيل بيت المقدس اشغال کړى. په داسې حال کې چې نړيوال قانون د بيت المقدس په هکله واضح دى. د ملګرو ملتو د امنيت شورا ٢٤٢تم حل (United Nations Security Council Resolution 242) وايي چې د ١٩٦٧ ميلادي جګړه کې نيول شوې ځمکې دې پرېښودل شي.

همدا رنګه کله چې د سپټمبر د يوولسمې حادثه په مسلمانانو وتپل شوه، امريکې افغانستان په کې تباه کړ. افغانستان ته د امريکې راتګ او دلته دغه ډول تباهي د نړيوال قانون مخالفت و. په عراق کې يې يو ځواکمن حکومت د دې په خاطر تباه کړ او په خپل منځي جګړو يې اخته کړ. چې کيمياوې وسلې لري، په داسې حال کې چې هېڅ څه راونه وتل.

امريکا، اسرائيل او نور زورور چې هر کار کوي، ولو که د نړيوال قانون او انساني فطرت مخالف هم وي، څوک يې بد نه ګڼي، خو که مسلمانان د ځان دفاع کوي، ترورېستان او مجرمين بلل کېږي.

نو له دغسې بې عدالتۍ “بغاوت” نه دى په کار؟!

لیکوال: زاهد جلالي – کالم: بغاوت – نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x