داسلامي نړۍ وتلي فلک پوهان (څلورمه برخه)

الخوارزمي

قاري احسان

محمد بن موسى الخوارزمي

نامتو عالم محمد بن موسی، مشهور په الخوارزمي، یو له هغو وتلیو څیرونه دی، چې دراتلونکي تاریخ او زماني مسیر يې بدل کړ، ډیری پوهان په دې نظر دي: که خوارزمي نه وای، نو انټرنیټ، کالکولیټر او دجدیدي ټکنالوژۍ آلات به هم یا نه وای،  او یا به په انساني ژوندانه کې، دا دومره پرمختګونه او اختراعات له ډیر ځنډ  وروسته دنړۍ لاسته ورغلي وای.

خوارزمي دخوارزم په ښار (اوسنی ازبکستان) کې دیو روایت سره سم په 164هـ کې نړۍ ته سترګي غړولي، دلږ زماني وروسته. سره له کورنۍ بغداد ته ولاړ، په هغه وخت کې مامون خلیفه وو، مامون ډیر علم دوسته وو، او خپله هم وتلی عالم وو، له علماو سره يې زیاته مینه درلوده، خوارزمي يې په بیت الحمکة کې دکتابخاني سرپرست وټاکی، داغریق او یوناني کتابو دجمعه کولو کار يې هم وروسپاری، له دې سره يې له یوناني نه عربي ژبي ته دژباړي مسئول وټاکی.

خوارزمي دفلک دعلم په اړه زیج اول او زیج دوهم په نامه کتابونه ولیکل، چې مجموعه يې په السند هند سره مشهوره ده، دا کتاب په 37 فصلو باندي مشتمل دی، په دغه کتاب کې دفلک او جنتریو (تقویم) متعلق موضوعات درج سوي دي، دجنتریو متعلق 116 مهم جدولونه په کې موجود دي، دفلک اوستورو په اړه هم ښه لارښوني او نقشي کې لیکلې سوي، دلمر، سپږمۍ او په هغه وخت کې دپنځه مشهورو ستورو دحرکاتو په باب هم ډیر اهم جدلونه لري.

دفلکي حسابو لپاره خوارزمي ربع مجیب اختراع کړ، په نهمه پیړۍ کې اداة ربعیه اختراع کړه، په دغه (اداة ربعیه) سره دلمر او ستورو څار کیږي، دلمنځو دوختو دتعین لپاره هم کار ترې اخیستل کیږي، په دیارلسمه پیړۍ کې په اروپا کې دربعیه القدیمه په نامه سره مشهوره سوه، په فلکي آلاتو کې تر اصطرلاب وروسته مشهوره اله بلله کیږي.

له خوارزمي په ریاضي کې دخوارزمیاتو په نامه مفهوم ژوندی پرېښود، دخوارزمیه دغه کلمه تر اوسه پوري په ډیرو لغاتو کې استعمالیږي، په انګریزي کې (algorithm) دخوارزمي له نامه نه اخیستله سوي ده.

خوارزمي دحساب په فن کې زیات مهارت دلود، په اروپايې هیوادونو کې تر اوسه پوري دغوریثمي (algorithmy) کلمه موجوده ده، دا کلمه دخوارزمي له نامه نه اخیستله سوي ده.

خوارزمي اولنی کس وو، چې غربي نړۍ ته يې دریاضي په برخه کې. دعربي هندسي ورداخلي کړي، خوارزمي اولنی کس وو، چې دجبر  (Algebre) کلمه يې وکاروله، دعلم جبر لپاره يې مستقل اصول او قوانین وضع کړل، له دې سره دعلم حساب نه علم جبر مستقل علم وبلل سوو، تر اوسه پوري په اروپا کې دجبر  (Algebre) علم په همدغه عربي نامه سره یادیږي، خوارزمي اولنی کس وو، چې صفر ( ګرد دایره) يې هندسو ته ورداخل کړ، ددې صفر په برکت، خوارزمي د(الجبر والمقابلة) په نامه دمشهور کتاب لیکوال هم دی، په دغه کتاب کې دژوند پر ډیرو مسلو بحث سوی، دمیراث په اړه مسلې، په ښه دقت سره په کې حل سوي، دزمکي دمساحت معلومول، او دراکړي ورکړي په اړه معلومات په کې ځای پر ځای سوي، دا کتاب په  1135م کې لاتیني ژبي ته وژباړل سو.

خوارزمي دفلک، ریاضي او دجغرافې په علم کې ډیر اختراعات تر سره کړل.

خوارزمي دحساب دفن په برخه کې دعلم لوغاریتم(Logarithm) بنیاد کېښود، لوغاریتم انګریزي کلمه ده، ددغه وتلي عالم دنامه الخوارزمي نه راخیستله سوې ده.

دنړۍ دا وتلی او مشهور ستوری په 850م کې له نړۍ سترګي پټي کړي.

2016-12-11