افغانستان

د پکتیکا په اومنه ولسوالۍ کې له يوې پوستې شپږ تنه اربکیان وتښتېدل

arbakyanد پکتيکا د اومنې ولسوالۍ د زواکې په کلي کې د اربکيانو له نوې او یواځينۍ پوستې نه شپږ تنه اربکيان وتښتېدل.

د کلي د خلکو په خبره دغه اربکيان ځکه وتښتېدل، چې په سيمه کې مشرانو د دوی سرونه ورخلاص کړل. دغه پوسته د ليندۍ پر دوه وېشتمه د زواکې کلي ته د دې کلي څلورو تنو عيد محمد د حسن زوی، شېرين داصغر زوی، غلام اسحاق د خیال محمد زوی او سېټ د استخباراتو د وژل شوي مامور شفا زوی، يووړله، د کلي د خلکو په وينا له دوی سره د کليوالو یوه سلنه هم موافقه نشته، ځکه خو په يادو څلورو نفرو سربېره نور ټول شينواري يا هم په زور نيول شوي اربکیان دی.

دا په ټوله اومنه کې د اربکيانو يواځينۍ پوسته ده.

له يادې پوستې نه دوه ورځې وړاندې شپږ تنه اربکيان وتښتېدل هريو: صابرد فیض عالم زوی، ودود د ملا فاروق زوی، احمدزی دزمري زوی، یعقوب د حاجی رسول زوی، دين محمد د شبرات زوی او سوټی د پیرګل زوی.

د کلي خلک وايی د دوی له تېښتې وروسته کلی محاصره ده او اربکيان د کلی موټرې د ښرنې او ياخېلو بازارونو ته نه پرېږدي، چې اوسېدونکي يې له ډېرو روغتيایی او نورو ستونزو سره مخ کړي دي. ځکه په دې ټول کلي کې ډاکټر نشته. دوی له دولتي چارواکو وغوښتل: حکومت دې موږ په بدي نه ککړوي، دغه څلور نفره د ټول کلي نماينده ګي نشي کولای، پوسته دې ورټوله کړي.

عبدالودود سنګين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x