نړۍ

اندونيزيا کې د الوتکې د غورځېدو له امله ۱۳ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): په اندونيزيا هيواد کې د الوتکې غورځېدو له امله د پيلوټ په شمول ۱۳ تنه وژل شوي دي.

دغه C-130 الوتکه چې خوراکي توکې پکې ليږدول کيدل، په پاپوا ايالت کې رالوېدلې ده، د اندونيزيا د هوايي ځواک مسؤولين وايي چې په الوتکه کې ۳ پيلوټان او ۱۰ تنه پوځيان سپاره وو.

د هوايي ځواکونو مشر آګست سپريانتا پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې الوتکه د خرابې هوا له امله غورځېدلې.

دا پوځي الوتکه نن سهار له ټميکا ښار څخه ومينا ته روانه وه، چې خپل منزل ته نژدې په يوه غرنۍ سيمه کې راولوېده چې وروسته يې ټوټې او پکې د وژل شويو کسانو جسدونه ومينا ته ولیږدول شول.

د يادونې وړ ده چې په اندونيزيا کې له دې وړاندې هم ورته پېښي رامنځته شوې دي، تېر کال د جون په مياشت کې د سماټرا جزېرې په مدان ښار کې يوه الوتکه د هستوګنې په سيمه راپرېوته چې له امله يې ۱۱۶ مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه راز د روان کال په مارچ کې يوه پوځي الوتکه د سولاويسي ايالت په پوسو سيمه کې رلوېدلې وه او ۱۳ تنه پکې وژل شوي وو.

دې ته ورته يوه بله پېښه د روان کال په جولائي مياشت کې د جاوا ايالت په يوګوياکرتا سيمه کې رامنځته شوې وه، په دې پېښه کې هم د اندونيزيا ۳ تنه پوځيان له منځه تللي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x