نړۍ

یمن: په سرتیري برید کي ۳۰ فوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۵ل):د یمن په ساحلي ښار عدن کښي په سرتیري برید کښي ۳۰ تنه یمني فوځيان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

له راپورونو سره سم، برید په داسي حال کي وشو چي د هادي منصور  په مشري د یمن د جلا وطنه حکومت ګڼ شمیر  فوځیان په  نظامي اډه کي د خپلو معاشونو د تر لاسه کولو لپاره په لین کي ولاړ وو.

د نني برید پړه د داعش (اسلامي دولت) وسلوالي ډلي په غاړه اخستې ده  او ادعا کوي چي ۷۰ تنه فوځیان يي وژلي دي .

د دې هفتې په سر کي هم په ورته برید کي ۴۸ تنه یمني فوځیان ووژل شول.

همدا رنګه د اګست په میاشت کي هم د یمني فوځیانو د جلب او جذب په مرکز کي سرتیري برید ۷۰ کسان ووژل.

په ۲۰۱۴ کال کي د یمن پلازمېنه صنعاء د حوثیانو له ولکي وروسته عدن ښار د یمن د حکومت لنډ مهالي پلازمېنه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x