نظــر

ستا په خپل وجود کي ستا دښمنان ډېر دي!!

ع. افغان
وو، نه وو یو وخت پخوانی ولسمشر کرزی کندهار ته راغلی وو. زه د هغه په راتلو خبر نه وم. کله چي تالار ته دننه ورغلم. که ګورم چي تالار له خلکو څخه ډک دى. هري خواته په اصطلاح قومي مشران او هغه مخور کسان چي تل به په داسي غونډو کي ليدل کېدل، لکه سيد جان خاکريزوال او د ده غوندي ډېر نور راټول سوي دي. مخامخ د دريځ شاته ولسمشر کرزى صاحب په داسي حال کي چي کندهاريانو ته يې خبري کولې ولاړ دى. په دې سره پوه سوم چي کرزى صاحب کندهار ته راغلى دى. ډېره خوشاله سوم. ځکه فکر مي وکړ چي اوس نو د کندهار خلکو پس له ډېره مهاله موقع پيدا کړه چي خپلي ستونزي له نژدې هغه ته بيان کړي. زه هم کرار د تالار په يوه کوښه کي کښېنستم او د کرزي صاحب خبرو ته مي غوږ ونيو. هغه خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او خلکو ته يې د پخوا په شان ډېري ژمني ورکړې. چي که د دوهم ځل لپاره بيا ولسمشر سي د امنيت د راوستلو، د بهرنيانو د بې ځايه تلاښيو د مخنوي، د وطن د آبادۍ او داسي نورو په هکله به هلي ځلي وکړي. د دې خبرو په اورېدو سره مي په زړه کي وويل چي عجيبه ده! کرزي صاحب د دې اتو کلونو په اوږدو کي څه وکړل چي اوس به يې وکړي؟! خير نور مي سر پسي ونه ګرځاوه دې ته منتظر وم چي کله به د کرزي صاحب خبري خلاصي سي او زموږ موجود مشران به خپلي ستونزي ورته بيان کړي. زه په دې فکر کي وم چي له کرزي صاحب څخه مي واورېدل:

”او په دې کوچني ټک او ټوک باندي هيڅ سر مه ګرځوئ. هغه ټول ماته پرېږدئ. تاسي بس خپل خټکي او انګور خرڅوئ او خورئ يې“.

د کرزي صاحب د دې جملو په اورېدو اريان پاته سوم او يو دم مي د هيواد ټول هغه يتيمان راپه ياد سول چي په دې ټک او ټوک کي يې خپل پلرونه له لاسه ورکړي وه. ټولي هغه ځواني کونډياني راپه ياد سوې چي په دې ټک او ټوک کي يې خپل د ژوند خواږه ملګري له لاسه ورکړي وه. ټولي هغه بوري ميندي او سپين ږيري پلرونه راياد سول چي په دې ټک او ټوک کي يې خپل د زړه ټوټې له لاسه ورکړي وې. ټول هغه د وير او غم ساعتونه را ياد سول چي هري خواته به د انسانانو غوښي تاش په تاش پرتې وې او هر لوري ته به د سرو وينو ډمونه جوړ سوي وه. او د ولس بې وزلي خلک يې د غم او وير پر ټغر کښېنولي وه. اوس هم دغه ويرلړلى حالت په ډېر شدت سره د هيواد په ګوټ ګوټ او ان د پاکستان تر ولکې لاندي افغانستان او شاوخوا کي روان دى.

دا ټک او ټوک خو څه ساده خبره نه ده. پر هيواد د يوه ستر زبرځواک لخوا پوځي يرغل سوى دى او د دغه د کرزي صاحب په اصطلاح ټک او ټوک د ډول ډول نورو سترو بدمرغيو او مصيبتونو لامل سوى دى. د ځانه سره مي فکر وکړ چي موږ خو دغه ټک او ټوک دې ويرژلي او کړکېچن حالت ته را ايستلي يو او کرزى صاحب بيا وايي چي تاسي رى مه پکښي وهئ او خپل خټکي او انګور خورئ؟! په زړه کي مي تر يوه درځن زيات سوالونه پيدا سول. خو صبر مي وکړ او د ځانه سره مي وويل ته څه مه وايه دلته تر تا مشران ناست دي.

هغوى خامخا په دې هکله څه وايي. خو کرزي صاحب لا خپلي دغه جملې پاى ته نه وې رسولي چي يو واري ټولو ناستو کسانوـ چي زيات يې د کوڅو او بازار او اطرافو نالوستي خلک وه ـ لاسونه ټينګ ټينګ پر وکړپول او د هغه د دې خبرو له امله يې خوښي څرګنده کړه.

دغه مهال مي په سرګردانو کتو شاوخوا وکتل چي اوس به په دې ناستو کسانو کي يو څوک غيرت وکړي، ولاړ به سي او يو څه به ووايي. خو په دې خلکو کي هيڅوک پيدا نه سو چي د دې غم ځپلي ولس د بخولو او کړاوونو په هکله څه ووايي. ځکه نو د دې خلکو غوړو ږيرو، شخو برېتو او کږو لنګوټو او د هغو د مسلمانۍ دعوو ته اريان پاته سوم، چي عجبه ده! په وطن کي مو څه حال دى او دوى د خټکي او انګورو د خوړولو پر خبرو باندي لاسونه پړکوي او يو هم حقيقت ته يانه ځير کيږي او يا يې نه وايي. ما دې له شرمه ډک حالت ته کتل چي کرزي صاحب خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او ويې ويل:

” کاناډايان دلته ستاسي د مرستي لپاره راغلي دي. هغوى غواړي چي ستاسي هيواد درجوړ کړي. نو تاسي هم د هغو عزت کوئ او په زړه کي يې احترام کوئ“.

د دې خبرو په اورېدو سره مي نوره حوصله صفر درجې ته ورسېده او پوه سوم چي دې ټولو ناستو کسانو د مسلمانۍ او پوهي يو ډول ظاهري پوښ په ځان اغوستى دى، خو په باطن کي بل څه او شنه په والذيان دي. د کرزي صاحب پر خبرو مي نور هم افسوس راغى اوله ځانه سره مي وويل چي د نورو هيوادونو ولسمشران څه کوي، خپل ولس او خلکو ته څه وايي، د خپل هيواد د جوړولو په هکله څه تصميمونه نيسي او زموږ ولسمشر موږ ته څه وايي؟ نور مي ځان نه سواى سمبالولاى، نورو ناستو خلکو ته مي د کرکي په سترګه وکتل، له خپله ځايه ولاړ سوم او په لوړ آواز مي کرزي صاحب ته وويل:

کرزى صاحب! اجازه راکړه زه يوه خبره درته کوم ! هغه دا چي موږ څنګه په دې ټک او ټوک کي بې غمه کښېنو او خټکي او انګور وخورو؟ ما لا خپله جمله نه وه بشپړه کړې چي يو واري په ټولو ناستو کسانو شورماشور ګډ سو. ځينو خلکو راته وويل: اى ته څوک يې؟ دا ته څه وايې؟ ځينو داسي کسانو چي لويي لويي ږيري يې پرې ايښي وې په چيغو چيغو راته وويل: ته له کومي خوا ګډ يې، ځه ووزه!! ځينو بيا له ليري د لاسونو او سترګو په اشارو د بيرته کښېنستو راته ويل. په دې حال کي يوه له ليري د اوبو د بوتل وارى راباندي وکړ. بل يوه له بلي خوا د اوبو بوتل را سره خير کړ. کله چي مي بوتلونو ته وکتل ژر مي مخ ته لاس ونيو چي په دې وخت کي د يوې سندري ږغ پورته سو. کله چي مي لاس له مخه ليري کړ که ګورم چي په ټلوېزيون کي هغه چمتو سوى راپور چي کندهار ته د کرزي صاحب د راتلو په مناسبت يې خپور کړى وو پاى ته ورسېد او ورپسې يې سندره پېل سوه. شاوخوا چي مي وکتل د کور ټول غړي ولاړ سوي وه. د شپې لس بجې وې. يوازي زه په خونه کي ناست وم. په دې حال کي مي له ځانه سره وويل:

اى بې چاره وطنه! ته خداى خبر چي جوړسې. ځکه ستا په خپل وجود کي ستا دښمنان ډېر دي!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x