دافغاني پاچاهانو لنډ ژوندليک: شاه محمود

لیکوال : شهید بشیراحمد ریان

د زمان شاه تر ماتې وروسته يې ورور شاه محمود په تخت کښېناست.

شاه محمود دتيمورشاه له ٢٤ زامنو څخه يو و.دزمان شاه دپلازناستي په مهال، دنورو وروڼو په څېر محمود هم دبغاوت بيرغ پورته کړ،خو دزمانشاه عسکرو په تېښته مجبور او ايران ته يې پناه يوړه .

محمود په ايران کې و،چي زمانشاه ديوې تاريخي اشتباه په ترڅ کې پائنده خان وواژه او دبارکزي سردارانو ملاتړ يې له لاسه ورکړ.

دپائنده خان مشر زوى فتح خان خپل وروڼه سره راټول کړل  او دزمان شاه په وړاندي ودرېدل،فتح خان له محمود سره اړېکې ونيولې او هغه يي تشويق کړ تر څو افغانستان ته راشي او دپلاز دترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

محمود له ايران څخه راغى،له فتح خان او وروڼو سره يوځاى شو،دهغوى په نفوذ يې ملګري پيدا کړل او دکندهار په لور يې پرمختګ پيل کړ،کندهار يې ونيو او مهرعليخان يي تېښتې ته مجبور کړ.[1]

شاه زمان دمحمود دمخنيوي لپاره وړاندي راغى،خو دکلات په سيمه کې يې ماتې وخوړه او دکابل په لوري ولاړ ، غوښتل يي هلته ځان تکيه کړي،خو بخت ورسره ياري ونکړه او ملګري ترېنه لاړل،له مجبوريته يې دجلال آباد په لوري دتګ نغاره وغږوله.

محمود زمانشاه ته له ماتې ورکولو وروسته په غزني تېر او کابل يې ونيو،شاه زمان په جلال آباد کې دملا عاشق کلا ته پناه يوړه،هغه يې لومړى ښه استقبال وکړخوکله چي خبر شو، له محمود څخه يې ماتې خوړلې ده ،نو په پټه يې محمود ته  احوال واستاوو،هغه دفتح خان ورور دشاه زمان دنيولو لپاره ورواستاوو، عين په همدې حال کې شاه شجاع له پېښور څخه دشاه زمان دمرستې لپاره جلال آباد ته يوه ټولۍ راولېږله، خو الهى قلم دشاه زمان نيول ليکلي و،دفتح خان ورور، شاه زمان ونيو او کابل ته يې بوت. هلته دمحمود په امر ړوند او دکابل په بالاحصار کي بندي شو.[2]

محموددشاه زمان له ړنديدلووروسته پاچا شو.

(١٨٠١ز،١٢١٦سپوږميز)[3]

وزيرفتح خان ته يې دشاه دوست لقب ورکړ او چارې يې وروسپارلې.

شاه محمود داخلي چارو ته پاملرنه وکړه او دفتح خان په مرسته يي دکابل چارې څه ناڅه سنبال کړي.

شاه شجاع دشاه زمان له ړندېدلو وروسته له شاه محمود څخه دانتقام اخيستلو او دپلاز دنيولو هوډ وکړ،خپلې لښکرې يې دجلال آباد په لوري واستولې، هلته ورسره دشاه محمود لښکرو مقابله وکړه،شاه شجاع ماته وخوړه او بېرته پېښور ته راغى.دوهم ځل يې بيا دلس زرو مسعودو په مرسته جګړې ته ودانګل خو دا ځل هم ټېنګ نه شو ،له ماتې سره مخ او دوزيرستان غرونو ته يې پناه يوړه.[4]

دامهال غلجيانو دعبدالرحيم هوتک په مشري پاڅون وکړ، غزنى يې ونيو او دلوګر په لوري وړاندي راغلل.شاه محمود يې مقابلې ته شيرمحمد مختارالدوله ورولېږه، په جګړه کې شپږ زره کسان ووژل شول او پاڅون کوونکو ماته وخوړه.[5]

په ١٨٠٢ زکال غلجيانو بيا سر را پورته کړ،پنځوس زره منظم پوځ يې جوړ کړ،وروستۍ جګړه يې په ١٨٠٣ زکال دمي مياشت کي ،دبرملاشاهي سيمي ته څېرمه وکړه، خو دا ځل يې هم ماته وخوړه.[6]

شاه شجاع ددوهم ځل ماتې وروسته  دلښکرو په ټولولو بوخت او دشکارپور له لاري په شال کوټ (کوټې) تېر او کوژک ته ورسېد،په کوژک کې يې دکامران له طرفدار صالح محمدخان غلجې سره جنګ وکړ،هغه يې مات کړ او دکندهار په لور وړاندي ولاړ،دکاکړو په علاقه کې ورسره قيصر دزمانشاه زوى يو ځاى سو.

شاه شجاع خپلې لښکرې په دوو ډلو ووېشلې،يوه ډله يې دقيصر په مشرۍ دکامران دمقابلې لپاره دکندهار لور ته واستوله او دوهمه ډله يې تر خپلي مشري لاندي او دزرمت له لاري دکابل په خوا پرمختګ پيل وکړ،له زرمت څخه تېر او دکابل څنډو ته ورسېد،کابليان دشاه شجاع په رارسېدلو خبر شول او شاه محمود يي مجبور کړ ، تر څو ځان دکابل په بالاحصار کې پټ کړي،شاه شجاع کابل ونيو (١٢١٩هـ) او شاه محمود يي په بالاحصار کې بندي کړ.[7]

داهم ديادوني وړ ده چي شيرمحمدخان (دشاه ولي خان پوپلزي زوى) له شاه محمود څخه تر خفه کيدلو وورسته شاه شجاع ته دکابل دخلکو دنمائنده په توګه ورغى او له هغه يې وغوښتل تر څو کابل ته راشي.په کابل کي دشيعه او سني جګړه هم پيل شوه چي دشاه محمود دنه تدبير له امله سنيان دده په وړاندي ودرېدل.[8]

شاه شجاع لومړى ځل پاچهي په (١٢١٩/١٨٠٤ ز) کال ونيوله.

هغه مهال چي شاه شجاع په شکارپور کي بوخت و، شاه محمود دمحمدعلي چنداولي خياط په مرسته وتښتيد.[9]

شاه محمود له خلاصيدلو سره سم هرات ته لاړ،هلته فتح خان ورسره يوځاى شو،فتح خان دى وهڅاوو،ترڅو په کندهارحمله وکړي،شاه محمود هم په کندهار حمله وکړه ، کندهار يي ونيو دکابل په لوري يي پرمختګ پيل کړ، کابل يي هم ونيو ،په دې مهال کې شجاع ته هم دشاه محمود دخوځښت خبر ورسېد، هغه له نيمائي پوځ سره دکابل خواته را روان شو، خو په لاره دمحمود له لوري دکابل په نيول کېدلو خبر شو، کابل ته لا ،لاره پاتې وه، چي دکابل له لوري دشاه محمود پوځ راغى،ددواړو خواوو ترمنځ جنګ وشو.په پايله کې شجاع ماتې وخوړه او دافريدو سيمې ته ورغى.[10]

شاه محمود ددوهم ځل لپاره ځان دواکمن په توګه اعلان کړ.(١٨٠٩ز/١٢٢٤هـ)[11]

شاه محمود چي کله واکمن شو ، دسند په لوري يې لښکر ويوست،رنجيت سنګ ورسره سوله وکړه.ده فتح خان کشمير ته ولېږه،هغه درنجيت سنګ په مرسته کشمير له عطامحمد خان باميزي ونيو،هلته يې خپل ورور محمدعظيم حاکم کړ.

فتح خان چي کله دکشمير له سوبي فارغ شو، ده ورته امروکړ،ترڅوهرات ته لاړشي،له حاجي فيروزالدين سره دايرانيانو په وړاندي مرسته وکړي او وروسته هغه مرکز ته راولېږي.

فتح خان لاړ،هرات يې ونيو او حاجي فيروزالدين يې محمود ته واستاوو.

کله چي فتح خان حاجي فيروزالدين له هرات څخه محمود ته ولېږو، نو خپل ورور ته يې حکم وکړ تر څو دهغه دکور سامان ضبط کړي،خو ورور يي دوست محمد خان سره له دې چي دهغه مال يې ضبط کړ ، دحاجي فيروزالدين دنږور دمحمود دلور او دکامران دخور او نورو ښځو بې عزتي يې هم وکړه ،ددې بې عزتي له امله محمود ډېر په قهر شو او کامران ته يي امر وکړ ، چي په هرات کي فتح خان ړوند کړه،[12] کامران هرات ته ولاړ او هلته يي په ١٨١٨ ز (١٢٣٤هـ) کال فتح خان ړوند کړ.[13]

دفتح خان په ړندېدلو پردل خان ،کهندل خان او شېردل خان له هرات څخه وتښتيدل،په نادعلي کې يې دبارکزي قبېلو په راپارولو لاس پوري کړ، محمد عظيم خان چي په کشمير کې و، هم دبغاوت اعلان وکړ او دوست محمد خان يي دکابل په لوري واستاوو.

محمود چي کله دفتح خان له ړنديدلو خبر شو ، له کابل څخه ووت اوهلته يي خپل لمسى جهانګير ځاى ناستى وټاکى، خپله د غزنې په لوري لاړ ،دوست محمد خان په کابل حمله وکړه ،جهانګيريي ونيو،خپله يې له کابل څخه پوځ واخيست، دغزني په لوري ولاړ،په سعيدآباد کې له کامران او محمود سره مقابله وکړه ،محمود له وزير فتح خان څخه وغوښتل تر څو دوست محمد منع کړي،هغه انکار وکړ نو ځکه يې ټوټې ، ټوټې کړ او مړ يې کړ.محمود ماتې وخوړه او دهرات په لوري وتښتيد.[14]

په ټول افغانستان کې محمود ته يواځي هرات ورپاته شو ، خو په هرات کې يې هم ارامه ساه وانه خيستله ،ځکه ده ځان پاچا ګاڼه،خو ورور فيروزالدين او زوى کامران يي خپل سري کوله،تر دې چي په ١٨٢٩ ز / ١٢٤٤هـ کال دکامران له خوا ووژل شو[15] او دهرات په روضه کې خښ کړاى شو.

سرچينې:

[1]- افغانستان درمسيرتاريخ ٣٩٠ مخ ١ټوک. ميرغلام محمدغبار. مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[2]– ماخذ يې دشاه زمان په بحث کې تېر شويده.

[3]– در زوايايي تاريخ معاصر افغانستان ٥ مخ.احمدعلي کهزاد،دانش کتابخانه، ١٣٧٦ هـ ش سرطان ،پېښور ،پاکستان.

[4]– پښتانه دتاريخ په رڼا کې،٧٢١ مخ . سيدظفر کاکاخيل،يونيورسټي بک ايجنسي پېښور پښتونخوا ، ٢٠٠٩ ز کال چاپ .

[5]– افغانستان درمسيرتاريخ ،٣٩٢ مخ ١ټوک.

[6]– پښتانه دتاريخ په رڼا کې،٧٢١ مخ.

[7]– رجال ورويدادهاي تاريخي افغانستان .٣٥-٣٦ مخونه. احمدعلي کهزاد،دانش کتابخانه ١٣٧٦ سرطان هـ ش.، پېښور،پاکستان.

[8]– افغانستان درقرن ١٩، ١٥ مخ. سيدقاسم رشتيا .بنګاه انتشارات ميوند، پنځم چاپ، ١٣٨٤هـ ش.

[9]– افغانستان درمسير تاريخ ٣٩٥ مخ.

[10]– پښتانه دتاريخ په رڼاکې، ٧٣٢ مخ .

[11]– افغانستان درقرن ١٩، ٢٥ مخ.

[12]– پښتانه دتاريخ په رڼا کې.٧٤١-٧٤٢مخونه.

[13]– افغانستان درقرن ١٩، ٣٦ مخ، دسراج التواريخ ١ ج ٩٧ مخ په حواله .

[14]– درزواياي تاريخ معاصر افغانستان،١٤ مخ .

[15]– دافغانستان لنډ تاريخ ،٤١١ مخ١ ټوک.

د لیکوال په اړه

د افغان پاچهانو لنډ ژوند لیک د شهید بشیراحمد ریان شهکار اثر دی، دا کتاب لومړی ځل په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې چاپ شو چي د لوستونکو له درانه استقبال سره مخ شو او په ډېره کمه موده کې د مينوالو له غوښتنو سره سم اوه ځله له چاپه راووت. تر دي دمه د یاد کتاب تر شل زره زیاتې نسخې د لوستونکو تر لاسونو رسېدلې.

د نن ټکی اسیا ویب پاڼې اداري وپتیله چي له دې کتاب څخه د یوه یوه واکمن ژوند ليک په قسط واره توګه د خپلو لوستونکو لپاره نشر کړي.

د نن ټکی اسیا اداره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د