نظــر

له شورویانو سره دجهاد خاطره

شورویانو یرغل کړی وو ، زموږ  کور هم دنورو افغانانو غوندې له خپلو اصلي مېنو مهاجر شوی وو ،  دشمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې اوسیدلو ، زه همالته وزیږیدم  او ستر شوم  ، په ماشومتوب کې مې له مشرانو  دجهاد ، هجرت ، شهادت ، روسیان ، خلقيان او پرچمیان توري اوریدل ، مشرانو به ویل چې شورویان له رنګه تک سره دي ، همدا لامل وو چې موږ ماشومانو به  سره میږیان  – کافر میږیان  بلل او چې چیرې به مو پیدا کړل ، په ډبرو به مو ویشتل او له دې لوبې به  مو دمسلح جهاد غوندې خوند اخیست .

د مکتب په کتابونو کې هم له پيله دجهاد او شهادت موضوعات راته تلقین شوي وو ، موږ لا بیخي ماشومان وو چې دجهاد ګڼې ترانې مو دژبې په سر یادې کړې وې ، او تل به مو زمزمه کولې ،په مکتب ، جومات او کور کې ټول مجلس دجهاد په اړه وو ،

له همدې امله خو موږ سره له دې چې بیخي کم عمره  وو خو دجهاد مینه مو له مشرانو څخه کمه نه وو ، همیشه به دې ته هوسیدو چې خدای ( ج  ) زر ستر کړي وای ، ترڅو له روسانو سره جنګیدلي او کافران مو وژلي وای  .

همدا جهادي مینه یو وخت دومره غالبه شوه ، چې ماشومانو ترخپل منځ مشوره وکړه ، چې د جهاد لوبه وکړي ، د شمالي وزیرستان  د(واچ)  سیمه  چې (کوز رزمک )یې هم بولي خورا ښایسته  او زرغونه سیمه ده ، همدلته زموږ کیږدۍ ولاړې وې ، چې شاوخوا دمختلفو سیمو په زرګونو  کوره نور مهاجرین هم  پراته وو ، هغوی چې د تودوخې په موسم کې به دمختلفو سیمو له ګرمۍ څخه دځان بچ کولو په خاطر څو میاشتې دې سړې سیمې ته راتلل .

دکیږدیو له څنګ سر  یو وچ خوړ وو ، چې په غاړه یې دڅيړیو او ګورګورو  ونې ولاړې وې ، او منځ یې پستو شګو پوښلی وو ، همدا زموږ دلوبو میدان وو ، نن ورځ هم ګڼ شمیر ماشومان را یو ځای شوي وو ، چې دلوبو په میدان کې د جهادي عملیاتو تشکیلات پیل شول ، ماشومان په دوو ډلو وویشل شول ، یو مخ کوچني ماشومان یوه خوا او یوڅه لوی ماشومان بلې خوا ته شول ، دعملیاتو مشر وټاکل شو ، د خوړ په برسر کې په شګو کې ګڼې  ډبرې  وټومبل شوې ، او دعملیاتو مشر وویل  چې دا روسان دي ، تاسو خپلې لمنې ډکې کړئ ، ګاټي او ډبرې راټولې کړئ ، چې لږ وروسته په همدې  روسانو  عملیات شروع کیږي ، او په ډبرو به یې وُلو ، تر هغو به نه ورنږدې کیږو ترڅو چې ټول ویشتل شوي نه وي .

ماشومانو زر زر ډبرې راټولې کړې ، دعملیاتو مشر وویل ، چې نسبتا لوی ماشومان به  لوی مجاهدین وي او ترمخ  به وي ، واړه ماشومان به وروسته  پسې راځي ، زه دیو مخ کوچنیو مجاهدینو په ډله کې وم ، چې په وروستۍ برخه کې مې شتون درلود ،  دتکبیر په نعرو سره عملیات پيل شول ، او په مخامخ  ایښودل شویو  ډبرو ( روسانو ) د ډبرو باران شو،  دمخې ماشومان  چې د ډبرو ګوزارونه یي کول په عیني حال کې یې دجګړې دحالت تمثیل هم کاوو ، مثلا دډبرې ګوزار به یې وکړ او سمدستي به یې پروت وکړ ، بیا به یې د تکبیر له نعرې سره  سر راپورته کړ او بل  ګوزار به یې وکړ .

په دې وخت کې چې سخته غزا روانه وه ، او د تکبیر چیغې پورته کیدلې ، ما هم څو ډبرې ویشتلې وې ، خو لا مې هم لمن ډکه وه ، ترموږ مخکې مجاهدینو  یو څو روسان ( ډبرې ) رانسکورې کړې  ، ما هم چې دروسانو وینو ته تږی وم ټینګ قصد مې  وکړ ، چې یو شوروی  وولم او ورباندې غازي شم ، مخامخ ایښودل شوي یوه پلنه  ډبره ( روسی ) مې په  هدف کې واخیست ، ډبره مې ورته برابره کړه او مخامخ مې ورباندې وشړله  ، خو له بده نصیبه په دې وخت کې دمخې دصف یو مجاهد ( ماشوم ) چې سر یې  تازه خریلی وو ، دګوزار لپاره  دپورته کیدو په حال کې وو ، چې زما په ډبره په ککرۍ ولګېد او ناڅاپه یې چیغې کړي .

په سر دلګیدلي ماشوم له ککرۍ څخې وینې راماتې شوې او په ژړا یي پیل وکړ ، ماشومانو ( مجاهدینو ) ډبرې ( وسلې ) وغورځولې او په همدې ماشوم راټول شول ، ټول په دې هڅه کې شول ، چې د ډبرې ویشتونکی معلوم کړي ، څرنګه چې ماشوم دشالخوا لګیدلی وو ، د دشا صف ( ساقة الجیش ) له مجاهدینو پلټنې پيل شوې ، خو په دې صورت کې چې د ډبرو باران وو او ماشومان بیخي زیات وو ، هیچا نه شوای ویلی چې ګوزار چا وکړ ، په همدې سردرګمۍ  کې ما هم ځان غلی کړ ، او دانکار په غونډۍ کیناستم .

لوبه په همدې ځای په وینو سره پای ته ورسیده ، څو تنه روسان ( ایښودل شوي ډبرې)  له منځه تللي وو  خو نور لا هم ځای په ځای ولاړ وو ، مګر موږ دیوه زخمي له امله  عملیات لغو اعلان کړل ، په سرلګیدلی ماشوم په ژړا ژړا دخپل کور په خوا لاړ ، او نور ماشومان هم  له دې ویرې چې مشران  شور ورته ونه کړي خپلو کورونو ته ستانه شول ، په دې توګه له روسانو سره زموږ ماشومانه جهاد پای ته ورسید .

له شورویانو سره زموږ دماشومتوب جهاد بالاخره په خپل منځي جنجال واوښت ، دمجاهد ډبره دمجاهد په ککرۍ ولګېده ، چې په نتیجه کې یې جهاد له بن بست سره مخامخ شو او روسان سالم پاته شول ، هغه وخت موږ فکر نه کاوو چې خدای مکړه زموږ  واقعي جهاد به هم له همداسې پایلې سره مخ کیږي ، مګر وروسته مو ولیدل چې د واقعي جهاد په ډګر کې هم مجاهدینو ترخپل منځ دیوه بل ککرۍ ته ډبرې او وسلې برابرې کړې ، چې په نتیجه کې نه یوازې  ځانونه او دجهاد ثمره  تباه کړه ، بلکې دروسانو ګوډاګیان  چې ملت یې   دمحاکمې خوبونه لیدل هم سالم پاته شول .

الله تعالی مو دې په راتلونکي کې مبارزې له داسې  معکوسې نتیجې څخه ساتي . آمین

خالد افغان زوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x