ورزش

افغانستان نن یو ځل بیا متحده عرب امارتو ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): نن هم د افغانستان د ملي لوبډلي او متحده عرب اماراتو تر منځ د شل اوریزو لوبو دریمه لوبه وشوه، چې د تېرو په څېر دا هم د افغانستان په ګټه تمامه شوه.

د افغانستان لوبډل مشر «اصغر ستانکزي» د لوبي پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهني (بېټنګ) پریکړه وکړه، چې ښه پریکړه ثابته شوه.

افغانستان په خپل شل اورونو کې ۱۸۹ منډي جوړي کړې، چې په هغو کې شهزاد ۴۴، نجیب ترکي ۴۰، سمیع الله شینواري ۳۹، نجیب الله زدران (ناسوځېدلی) ۱۸، اصغر ستانکزي ۱۰ او محمد نبي (ناسوځېدلی) ۷ منډي جوړي کړې.

په جواب کې متحده عرب اماراتو د اته لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډي جوړي کړې او لوبه یې وبایلله.

د افغانستان په بال غورځوونکو راشد خان ۳ او محمد نبي هم درې لوبغاړي وسوځول، فرید احمد یو ، کریم جنت او امیرحمده هیڅ وکټ وانه خیست.

افغانستان لوبه په ۴۴ منډو وګټله او د لوبي غوره لوبغاړی راشد خان ونومول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x