شعـــــرونه

آزادۍ/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

ته مې شه پګړۍ زه به دې شال شمه
راشه ازادۍ چې استقلال شمه

نن به خپل رقيب ته زور ور و ښايو
ته شه لکه توره زه به ډال شمه

ته شه لږ دمه د لاروي په څېر
زه به دې يخ سيوری د دېوال شمه

ته ورک پسرلي درسره راوله
زه به دې باران د پشه کال شمه

بيا که آزادۍ کلي ته راغللې
زه به دې د زنې شينکی خال شمه

ته مې لږ د وصل غېږ کې ونيسه
ډېر يمه غمجن چې لږ خوشحال شمه

ستا د عشق کاروان سره که يو ځای شوم
هله به سيالونو کې بيا سيال شمه

خلک مو چې ياد کړي مثالونو کې
ته شه ممثل زه به مثال شمه

راشه پرما دم د مينې ولوله
ډېر يمه ګډوډ چې لږ فعال شمه

راوړه ( عرفاني ) ته څو زرين توري
ته مې شه غزل زه به غزال شمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x