fbpx

غزل/ عبدالباقي مهاجر

عبدالباقي مهاجر

لاشته الله په کلي کي د جنګ سړي لاشته
ګګر ګګر زلمي دنام او ننګ سړي لاشته

زمونږ د شهداوو کمکلي رالویان شوي
بېغم نشي غلیمه د غورځنګ سړي لاشته

مسیر د پلرو نه پريږدي قدم یې پر قدم ږدي
دوښمنه ستا د زور په ونه دنګ سړي لاشته

حساب درسرہ کړي د مظلو م ویني مفتې نه دي
تیار مقابلې ته دي ملنګ سړي لاشته

دا ورکه آزادۍ راولي بیرته خپل وطن ته
بارود په غاړه ګرځي غنمرنګ سړي لاشته

دا واورہ(مهاجرہ)داخبرہ په دوښمن مو
نمبرکې مو سرتیري ړنګ اوبنګ سړي لاشته

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د