کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / قران کریم / قران مو مسابقی ته را غواړی

قران مو مسابقی ته را غواړی

لیکنه: قاری شفیق الله سهاند عمری

قران کریم له حکمتونو څخه داسی ډک کتاب دی لکه یو سیند چی له سپینو او پاکو اوبو څخه ډک وی بلکی له هغی څخه هم زیات٬دغه له حکمتونو څخه ډک کتاب په ځان کی هر ډول مضامین او هر ډول منطیقی فلسفه ځای کړی چی یو له دغو مضامینو دا ده چی قران خلک مسابقی ته رادعوتوی٬بیا د دغی مسابقی په اړه مفضل معلومات هم وړاندی کوی چی دغه مسابقه څه ډول مسابقه ده ؟ د چا له طرفه په کار اچول شوی؟څوک پکی ګډون کولی شی ؟جوایز یی څه شی دی او …..؟

د مثال په ډول د قرانکریم په سورة الحدید کی راځی:

سَابِقُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أُعِدَّتْ لِلَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۚ ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴿٢١﴾ (سورة الحدید ۲۱)

ترجمه:د خپل رب د مفغرت او د هغه د جنت طرف ته وځغلئ (مسابقه وکوئ)او یو بل څخه په وړاندی کیدو کی هڅی وکړی(مسابقه وکوئ)

د دغه جنت پراختیا خو د اسمانونو او ځمکی په څیر دی ٬دا جنت د هغه چا لپاره تیار شوی چی په الله او د هغه په رسول یی پوره ایمان راوړی وی او دا یواځی او یواځی د الله فضل دی چاته یی چی وغواړی ورکوی یی٬او الله تعالی د ستر فضل خاوند دی

د مسابقی تفصیلات:

دا مسابقه د چا له طرفه ده او څوک پکی ګډون کولی شی؟

دا مسابقه د الله تعالی له طرفه ده او ټولو ته پکی د شرکت حق شته ده یعنی (سَابِقُوا)

دا مسابقه د څه په باره کی دایره شوی؟

د الله تعالی د رضا او د هغه د طرفه د بښنی او جنت په باره کی(مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ)

ایا دغی مسابقی لپاره کوم خاص وخت او یا هم کوم خاص ځای ټاکل شوی؟

نه ځکه سابقو مطلق ذکر دی هر وخت او هر ځای د الله طرف ته او د جنت ګټلو ته منډی وهلئ شئ

ایا د مسابقی ګډون کونکو ته کومو جایزی هم په نظر کی نیول شوی؟

هو د الله له طرفه بښنه او جنت ده (مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ)
دغه جایزی څه خصوصیت هم لری؟

هو دواړه نه ختمیدونکی دی مؤمنانو ته په نظر کی نیول شوی (عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أُعِدَّتْ لِلَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۚ )

دا مسابقه د الله تعالی له طرفه ولی په کار واچول شوه؟

ځکه چی هغه د فضل خاوند دی او دا د هغه یو فضل دی ( ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ)

د دغی مسابقی موخه څه دی؟

موخه یی ترغیب الی لاخرة ده چی د همدی سورت په نورو ایتونو کی یی هم تفصیل ذکر شوی او د جنت حصول هم د تر غیب الی لاخرة څرګندوي کوی

بیدون له پروته ذکر شوی اهدافو کوم بل خاص هدف هم لری ؟

هو هدف یی د الله له طرفه بښنه او د جنت حاصلول دی (مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ)

د دي مسابقی لپاره څه ضرور دی؟

انفاق او جهاد فی سبیل الله چی د همدی سورت په نورو ایتونو کې ورته تفصیلي اشاره شوی .


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ