د غوایانو جګړې

محمد نذیر ساپی

په ۱۹۵۵ کې د وخت دوه ستر او ناړامه غوایان ((شوروي اتحاد-د امریکا متحده ایالات)) په ویتنام کې سره ښکر په ښکر شو. د ښکرورو په دغه جګړه کې چې د خپلو کاپیټالیسټي او کمونیسټي ګټو ساتلو لپاره یې پیل کړې وه—له درې میلیونه زیات ویتنامیان ووژل شول. په جګړه کې کاپیټالیسټ غوايي هم خپل کابو ۵۲ زره عسکر د خپل بې ځایه غرور نظر ماتی کړل. د کاپیټالیسټ غوايي ښکرې ماتې شوې وې او جګړه په ۱۹۷۵ کې هغه وخت پای ته ورسېده چې کاپیټالیسټ غوايي له کمونیسټ غوايي څخه د خپلو ښکرو ماتولو غچ اخیستلو قهریدلي زګیروي کول.

دغه وخت سړه جګړه هم په تودېدو وه او نړۍ د غوایانو د بیا ښکر په ښکر کیدلو ورځې شمارلې. له ویتنام وروسته الله پاک د ښکرورو ترمنځ د ډغرو ځای داځل افغانستان ټاکلی و. کمونیسټ غوايي بې له دې چې ویتنام کې د خپل دښمن د ښکرو ماتولو د غچ اخیستنې قهریدلي زګیروي حس کړي، د وخت په خورا پرمختللي جنګي ماشین پښه واړوله او زموږ خاورې ته راننوت.

ښکرورو د ۱۹۷۹-۱۹۸۹ کلونو په جریان کې د خپلو ګټو د تامین او یوبل نه د غچ اخیستنې په دغه ناړامه لوبه کې بې شمیره افغانان قصابي کړل. داځل کاپیټالیسټ غوايي بریالی و، د خپلو ښکرو په بدل کې یې د خپل رقیب ښکرې ماتې کړې وې. خو افغانان یې هم داسې ژوبل کړي وو چې ټپونه یې ترنن ورځې پورې ونه رغیدل.

کاپیټالیسټ غوايي دنیا ته وښودله چې د نړۍ واکداران یواځې دوی دي او بل قوت ترې دغه امتیاز نه شي اخیستلی. د خپل همدغه غرور د عملي ښودلو لپاره په ۲۰۰۱ کې کاپیټالیسټ غوايي هماغه لوبه تکرار کړه چې دوه لسیزې مخکې یې په کې د دښمن ښکرې ماتې کړې وې.

دغه وخت د خپلو ګټو د تامین، د نورو د مادي او معنوي شتمنیو لوټلو لپاره د نړۍ سیاست د زیرکۍ، چل او فریب او انسان غولونې نوی او خطرناکه نقاب اغوستی و. اوس غوایانو ته د نورو په هیوادونو کې ښکاره ډغرې وهل حماقت ښکارېدو. بشري حقونه، نړیوال ټروریزم، ډیموکراسي، ښه حکومتولي او پراختیا د سیاست د نوي نقاب خامه مواد وو. د دغو اغیزمنو ابزارو کارولو پر وړاندې کمونیسټ غوايي ونه توانېده چې له کاپیټالیسټ غوايي څخه په بیړه د خپلو ښکرو ماتولو غچ واخلي.

له سړې جګړې وروسته اوس کمونیسټ غوايي بیا له غوجلې سر راویستی دی چې په سوریه کې ښکیلیدل، له افغان طالبانو څخه د ملاتړ اوازې او خپل پخواني دښمن پاکستان سره یارانه یې د بیلګې په ډول یادولی شو. دغه وضیعت راته په افغانستان کې د غوایانو د بیا ښکر په ښکر کیدلو زنګنال راکوي.

همدا تاریخ دی. څوک ترې عبرت اخلي او له بیا تکراره یې ځان ساتي. خو ځنې نور یې بیا د خپلو شخصي ګټو او یا هم ناپوهۍ له وجې بیا بیا تکراروي. افغانان باید له تاریخ څخه عبرت واخلي او خپل هیواد یوځل بیا د غوایانو د بلې لوبې قرباني نه کړي. علم او پوهه، سیاسي شعور، د نړۍ په سیاستونو باندې پوهیدل راسره د دغې موخې په ترلاسه کولو کې مرسته کولی شي.

کابل – د ۲۰۱۶ کال د دسامبر ۱۹مه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د