ټولنیزه برخه

دیوه ښه ښوونکی ښه صفات!!

له ښوونځي له وخته مې به مې له هغه ښوونکو سره جوړه وه، چې دزده کوونکي سره به یې ښه چلند کاوه. تهدیدیې نه کاوه، دزده کوونکو پوښتنو ته به یې په ورین تندي ځواب ورکاوه. د زده کوونکوسره به یې د ورور یا اولاد په څېر رویه کوله.دښوونځي دوخته مې اوس هم داسې ښوونکي شته، چې ښه راشه درشه لرو.که ډېر یې ونه ګورم، په اوونۍ خو یې د ګرځنده لرغږي نه پوښتنه کوم. په ښوونځي کې مې د ټولنیزو پوهنو له ښوونکو سره جوړه وه، اوساینسي مضامینو ته مې ملاماته وه، په تېره د پښتو او تاریخ سره خو مې داسې جوړه وه، چې له سلو مې کمې نمبرې په کې نه دي اخېستې.

دا دی اوس پوهنتون کې یم، اودلته هم ټولنیز علوم لولم، یعنې ادبیات، دلته مې هم د استادانو سره راشه درشه ډېره ده، په ټولګي کې به یواځینی کس زه یم، چې ډېرې پوښتنې کوم. دا پوښتنې به الله مه کړه، د استاد د بندیدو لپاره نه وي، یا به زه نه پوهېږم، یا به ځان سم پوهوم. له لومړي سېمېسترنه د استادپوهندوی جانس خان(زړن) نه ډېرې پوښتنې کوم. علت یې روښانه دی.یوخو په ورین تندي ځواب راکوي، بل مې هڅوي هم. کله کله خو راته وایي، چې لږ خپله مطالعه هم کوه، ښه یې نور به هم ښه شې. استاد (زړن)کې ډېرکمالونه دي. په دري پنځوس (۵۳)کلنۍ کې په چوکۍ کې نه کیني.

له لومړۍ دقیقې ولاړ وي، تراخیره. غږیې له لومړي کس نه نېولې تراخیره ټول یو ډول اوري. دده په ساعت کې به څوک ونه وایي، چې استاده! مادې غږ وانه ورېده.

په تېر درس رڼا اچول، دهر چا بېلو بېلو پوښتنوته ځواب، په محصلینو عملي سیمینارونه او محصلینو ته د هېوادپالنې روحیه یې خو مه کوه پوښتنه، زه یقین لرم، چې استاد ته به له ځانه هم ګران (افغانستان) ډېرګران وي.

په ارواپوهنه کې هم بلاتجربه لري، کوم محصل، چې درس ته متوجه نه وي،نویوغږیې سم له خوبه راوېښ کړي.

دده په ساعت کې داسې غلي ناست یو، چې یو هم له خولې اه هم نه باسي.

په نورو ساعتونو کې، خومحصلین خپلو کې ایله بیله مرکې کوي.

که چېرې زموږ په ښوونځیو، نیمه لوړو زده کړو او لوړوزده کړو کې داسې ښوونکي ولرو، لرې نه ده، چې موږ به راتلونکي ټول زده کوونکي او محصلین د هېوادپالنې په روحیه سمبال وي.

زه ورته د اوږد ژوند غوښتونکی یم، او دده لابریالیتوب په هیله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x