افغانستان

پلچرخي: تر سلو زیاتو بندیانو د نه خوړو په اعتصاب لاس پوري کړی – انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د پلچرخي زندان د اوم نمبر بلاک ټولو بندیانو په اعتصاب لاس پوري کړی او خپلي خولې یې ګنډلي دي.

دغه بندیان چې شمېر یې تر سلو زیات دی وايي چې د بلاک قومندان او نور ساتونکي ورسره ناوړه چلند کوي، شکنجه کوي یې ، پر وخت او استحقاق سره سم ډوډۍ نه ورکوي، لمر ته د وتلو لپاره پر وخت دروازه نه ورته خلاصوي او په عمومي ډول سپک او غیر انساني چلند کوي.

د بندیانو له خولې نن ټکي اسیا ته رسیدلي معلومات ښيي چې د همدې ناوړه چلند پر سر ددغه بلاک بندیانو مخکې هم اعتصاب کړی وو، چې بیا د بلاک قومندان «عارف» ورته ویلی وه چې سمه ده، مونږ او تاسو به په دې اړه خبري وکړو، تاسو یو څو کسان نمایندګان وټاکی.

دوی زیاتوي کله چې بندیانو نمایندګان وټاکل او قومندان عارف ځان ته ور وغوښتل، هلته تیار د ملي امنیت کسان را غوښتل شوي وه او دغه کسان هغوی ته په لاس ورکړل شول، چې تر اوسه یې درک نشته.

بندیان وايي چې ددوی نمایندګان به بیرته زندان ته ور خوشي کیږي او ددوی سره به د قانون سره سم چلند کیږي، کنه دوی به خپل د نه خوړو اعتصاب ته تر هغو ادامه ورکوي تر څو یې یا خپل حق نه وي ترلاسه کړی او یا یې ژوند له لاسه نه وي ورکړی.

د پلچرخی د اوم نمبر بلاک قومندان «عارف» نومیږي، د لوګر ولایت دی، په دې وروستیو کې پر دغه بلاک باندي د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

نن ټکی اسیا ته رسیدلې د بندیانو خوله کنډل شوي تازه انځورونه:

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم بندیانو شکایتونه کړي چې د ډیرو کسانو د بند وختونه پوره شوې دي، خو بیا هم نه خوشي کیږي، اوهمداسي ډیری ناروغ او عمر خوړلې بندیان په بندي خانه کې ساتل کیږي چې د هغوی روغتیا ته هم هیڅ پاملرنه نه کیږي.

باید وویل شي چې د پلچرخي زندان لپاره د مشرانو له جرګې څخه ټاکل شوې پلاوي څه موده مخکې وویل چې تر ۱۴۰۰ زیات بندیان په محبس کې بې سرنوشته پراته دي، چې له هغو څخه یې یوازي ۸۰۰ کسان هغه دي چې د بند مودې یې پوره شوي ، د خلاصېدو لپاره یې نوملړ تیار شوی خو له ډیره وخته عملي کیږې نه.

او همداسي اقلا ۱۴۴ کسان یې داسي موندلي وه چې په لا علاجه ناروغیو اخته شوې وه، او د قانون سره سم هغوی باید خوشي شې چې د خپل عمر پاته برخه د خپلو کورنیو سره تېره کړي.

بشپړ خبر دلته وګورئ: په څرخي پله زندان کې ۱۴۰۰ بندیان بې برخلیکه پراته دي

د یادوني وړ ده چې تېره اونۍ د چهارشنبې په ورځ (لېندۍ ۲۴مه) نن ټکی اسیا په پلچرخي زندان کې تر ټولو «سپين ږیری او ناروغ بندي» په اړه خبر ورکړی وو.

په خبر کې ویل شوې وه چې د غزني ولایت اوسیدونکی حاجي دینارخیل د عبدالکریم زوی چې عمر یې تر ۹۰ کاله تېر شوی، اوس مهال د پلچرخي په څلورم بلاک دوهم منزل کې د مرګ پر حال دی.

هغه د عمر ډېروالي تر څنګ، ډېر کمزوری او د فلج په ناروغی اخته شوی دی.

بندیان وايي چې د زندان چاوراکو هغه د علاج په بهانه روغتون ته بېولی وو، خو وروسته یې د بېهوښۍ په داسي حالت کې راوستی چې عملیات کړي ټپونه یې پانسمان شوې لا نه وه.

نن ټکی اسیا ته ددغه بندي انځورونه هم رسېدلي وه.

دا هم وګورئ: د پلچرخي محبس دوه تنه ناروغ بنديان وفات شوي دي

باید وویل شي چې د ګډحکومت تر تشکېل وروسته د بګرام او پلچرخي په ګډون د هیواد له نورو زندانونو څخه هم د چارواکو د ناسم چلند او په دوسیو کې د بې عدالتۍ راپورونه ورکړل شوي. د تېر کال په جنوري میاشت کې په څرخي پله زندان کې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي بندي «حافظ عبد الروف» د زندان د مسوولینو لخوا تر سختو وهلو، تعذیب او شکنجو لاندې ساه ورکړه.

حقوقي کارپوه «عبدالشکور دادرس» چې د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو څیړلو کمیټې غړی پاتې شوی، د هیواد قضايي چارې له نیمګړتیا ډکې بللي او زیاتوي چې د کشف، تحقیق، دعوې د اقامې په مورد کې ګڼې ستونزې موجودې دي او په محاکمو کې د متهمینو روا حقوق ضایع شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

يا الله په خپل فضل اوکرم سره زموږ دغه بندیان وروڼه د دې کافر دبچوڼو له زندانونو نه راخلاص کړي ، یاالهي آمین

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx