کرکیټ: اسټرالیا په ټېسټ لوبه کې پاکستان ته په ۳۹ منډو ماته ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان او اسټرالیا تر منځ پنځه ورځنۍ ټېسټ لوبه نن پای ته ورسیده چې د پاکستان په ۳۹ منډو سره وبایلله.

لوبه د اسټرالیا په «بریسبان» ښار کې تر سره شوه، په پیل کې د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه.

اسټرالیا په لومړۍ توپ وهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۲۹ منډي جوړي کړې، چې په هغه کې کپتان «سټيفن سمیت» ۱۳۰ ، «پيټر هېنډس کمب» ۱۰۵ او «ماتیو رینشو» ۷۱ منډي جوړي کړې.

د پاکستان په بال غورځوونکو کې محمد عامر ۴، وهاب ریاض ۴ او یاسرشاه ۲ لوبغاړي وسوځول.

په جواب کې د پاکستان ټول لوبغاړي پر ۱۴۲ وسوځېدل.

اسټرالیا په دوهمه توپ وهنه کې ۲۰۲ منډي جوړي کړې او ۵ لوبغاړي يې وسوځېدل، په دغه منډو کې زیاتي منډي یو ځل بیا د کپتان «سټیفن سمیت» وې، نوموړي ۶۳ منډي جوړي کړې او همداسي عثمان خواجه هم ۷۴ منډي جوړي کړې.

په دې توګه د پاکستان لپاره ۴۹۰ هدف وټاکل شو.

پاکستان په خه دوهمه توپ وهنه کې ښه لوبه وکړه، په ځانګړي ډول اسد شفیق ۱۳۷، اظهر علي ۷۱، یونس خان ۶۵، محمد عامر ۴۸، وهاب ریاض ۳۰ او یاسرشاه ۳۳ منډي جوړي کړې او لوبه یې تر پنځمي ورځي وغځوله.

که څه هم پاکستان لوبه وبایلله خو بیا هم غوره لوبغاړی «اسد شفیق» وټاکل شو.

دواړه لوري به یو ځل بیا پر ۲۵ دیسمبر سره مخامخ کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د