افغانستان

میوند ولسوالۍ کې د واده پر موټر چاودنې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا: د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د واده پر موټر چاودنې ٢ ولسي وګړي وژلي او ٨ نور ټپيان دي.د ميوند ولسوال حاجي صالح محمد نورزی وايي چې پېښه تېر ماښام شاوخوا پنځه بجې د يادې ولسوالۍ په شېرعلي کارېز سيمه کې شوې ده.هغه زياته کړه، د واده د ورا پر ټونس موټر هغه مهال د سړک غاړې ماين وچاودېد چې د ناوې کور ته روان وو.دى وايي، په چاودنه کې يو ماشوم او يو سړی وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۸ تنه ټپيان دي
د ښاغلي نورزي په وینا ټپيان د سيمې روغتون ته وړل شوي چې د ځينو روغتیايي حالت د انديښنې وړ دی.ولسوال د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله او ويې ويل، چې دغه ماين يې تازه ځاى پر ځاى کړى و، خو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. باید وویل شي چې د سړک د غاړې ماینونه تل د واده پر موټرو الوځي؛ د پيښو څارونکي داسې چاودنو ته د شک په نظر ګوري او فکر کوي چې د داسې کارونو تر شا استخباراتي کړۍ دي چې غواړي د مقاومت حیثیت مجروح کړي. د یادونې وړ ده چې طالبانو د نظامي کميسون کې د عامه تلفاتو د مخنيوي اداره هم جوړه کړې چې د رابطې شمېرې يې په خپل ويبپاڼه کې خپاره کړي دي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x