نظــر

پردۍ لويي ـ لويي خبرې او د رازق وړه خوله!

سحر بهار

د يوه افغان په حيث په کندهار کى د اولسم دسمبر د سولى غونډه ستايم او پرته له توپيره د ټولو ګډونوالو څخه يي مننه کوم همداراز د سولى لپاره هڅاند ځوانانو ته ډاډ ورکوم چى ستاسو هلى ځلى به هرو مرو لاسته راوړنى او ښي پايلى ولرى.

په کندهار کى د سولى دا ستره غونډه د ظلم و وحشت په دغه توره شپه کى د سولى او سوکالى د روښانى ورځي لپاره د افق په کنارو کى د شفق سپين څرک ګڼم.

د سولى په دغه غونډه کى د جنرال رازق ځينى خبرى ستايم او دا يي په مونږ (ولس) حق هم ده چى وي ستايو او د سولى د هڅو لپاره يي لا تشويق کړو خو د جنرال صاحب ضد و نقيص بيان مو د جنرال صاحب په ارادو او سياسى بصيرت شکمن کړى او پوښتنه راسره پيدا شى چى ايا يو چا خو به په لوى لاس جنرال صاحب ته دا ضد ونقيص بيان نه وى ورښودلي، ترڅو ټول ولس ته د جنرال کم فهمى او ناپوهى څرګنده کړى. او که خداى مه کړه جنرال صاحب خپله د سولى اړوند سمه اراده نه لرى.

جنرال رازق له يوى خوا ځان سولى ته ژمن ګڼي او له بلى خوا په طالبانو بى بنسټه له نفرتونو ډکى نيوکى کوى.

جنرال عبدالرازق صاحب!

طالبان د افغانستان په ډيره ځمکه تسلط او واک لرى فلهذا سيمه يز هيوادونه (روس، چين، ايران او پاکستان) اړ دى چى د افغانستان سره د خپلو ګډو ګټو لکه (د لوګر د مسو کان، د ګيس پايپ لاين، بريښنا او داسى نور ) په خاطر د افغانستان په ډيره سيمه د واکمن ځواک طالبانو سره ډيپلوماسى اړيکى ولرى.

جنرال رازق صاحب!

د سولى په اړوند ارادو او يا هم سياسى بصيرت دى دلته شکمن شو چى ان خپلى او د محافظينو جامى او په اوږو ټوپکونه غرض هغه ټول مواد چى اوس يي جګړه توده ساتلى مو د اشغالګرى امريکى دى همداراز مو حالاً له روس څخه زرګونه کلاشنکوفونه تر لاسه کړه خو په دغه هرڅه دى سترګى پټي او خوله بنده ده اما که طالب محض د افغانستان د ټولګټو په خاطر د کوم هيواد سره ډيپلوماسى اړيکى په داسى حال کى ولرى چى هرځلى په خپلو اعلاميو کى د خارجى نظامى ځواک شتون شديد مخالفت کوى بدبختانه بيا هم ستاسو په څير مسٶل شخص د سولى په غونډه کى د طالبانو دا نيک ګام بد بيانوى.

جنرال صاحب!

ستا دا ضد ونقيص بيان ولس په تا شکمنوى چى ښايي ته قصداً او يا هم لاشعوراً د سولى په مخ کى خنډونه پيدا کوى او جنګ اوږديدو ته بهانى لټوى.

جنرال عبدالرازق صاحب!

په دغه خبره دى ډيره خندا راشى ( تا ويلى دى چى مونږ به طالبانو ته په هيواد کى د خبرو لپاره خوندى سيمه ورکړو.)

جنرال صاحب! خپه نه شى اوس حتى يو کليوال سړى هم په دغه پوهيږى چى تاسو اقتدار لرئ خو اختيار نه لرئ چى د ثبوت لپاره يي ښه بيلګه د امريکايانو له خوا د هغه پاکستانى طالبانو قومندان نيول دى چى د کرزى په خواهش او غوښتنه کرزى ته کابل ته د اردو ځواکونو په بدرګه د سولى د خبرو لپاره په لار و چى له رسيده مخکى د افغانستان اصلى واکمنانو (امريکايانو) ګرفتار کړ او همداراز د کرزى هغه رسنيز شوى بيان چى د جنرال د ټاکنى په اړه يي کړى او داسى نور هم ډير ځمکنى حقايق شته چى ستاسو بى واکى او د امريکه واکمنى څرګندوى.

په پايي کى له جنرال صاحب او ټولو مشرانو څخه په درنښت او صميمانه هيله کوم چى د سولى و سپيڅلى هدف ته د رسيدو لپاره د منفى او کرکجنو ويناوو په ځاى مثبتى او په حقيقت ولاړى ويناوى وکړى ترڅو دا غمځپلى ولس د رښتونى سولى شاهد شى او په خپل هيواد کى د ارام ساه واخلى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x