شعـــــرونه

د عشق تفسیـر/ قاري توريالی تائب

قاري توريالی تائب

چې دا څومره شاعران دي
لیکوالان، که ادیبان دي
ستا د زلفو په تیارو کې
لا تر اوسه پورې ورک دي
د بلبل په شان په چېغو
لا تر اوسه پورې ژاړي
ــــــــــــــــــــ
دا ستا زلفې چې خورې شي
لمر ځان پټ کړي ماښام راشي
دا ټول ستوري مقتدیان شي
ستا د زلـــفــــو امــام راشي
توره شپه شي ترېنه جــوړه
هــر انـسـان تــــه آرام راشي
ستا له خال سره سیالي کړي
سپوږمۍ ښکته پـر بـام راشي
څه عـجیـبـه نـــنداره شــي
سپوږمۍ هـم پـه سلام راشي
ستا د زلفو صفت خوان شي
زمــا قـلـم پــه کــلام راشي
عاشقام په چېغو ـ چېغـو
چې بــه کلـه ګـلـفام راشي
ــــــــــــــــــ
ستا د حــسن پلوشـو کې
لا تـر اوسه پورې ورک دي
لا تــر یې ثـنآء کـــــــــا
د بـلبل پـه شان په چېـغو
لا تــر اوسـه پـورې ژاړي

ــــــــــــــــــ

ستـا د زلـفـو بـرکـت دی
چې تیاره شي ترېنه جـوړه
ستـا رخسار چې څپو شي
توره شپه شي ترېنه جوړه
ستوري هم پـه نڅا راشي
نـنـداره شــي ترېنه جوړه
نا قـرار زړونـه قرار شي
ښه دمـه شي ترېنه جوړه
د مئین سترګې هم سرې شي
سره سکاره شي ترېنه جوړه
په سینه کې یې یو ځوږ شي
زمـزمـه شي ترېنه جـوړه
رڼې اوښکې یې پر مخ ځي
بیا څپه شـي ترېنه جــوړه
ــــــــــــــــــــ
د هجــران پـه تورو شپـو کې
د وصـال پــه أمــیــــدو کې
لا تــر اوسـه پـورې ورک دي
لا تـر اوسـه یې یې ثـناء کــا
د بلـبل پــه شــان په چېغـو
لا تــــر اوســه پـورې ژاړي

ـــــــــــــــــــــــــ

ستا دا غرونه، غـرونه زلـفې
د فــرقــان پــه سېپـارو کې
زه حافظ د سپین قــران یــم
مــا لــــوسـتـلي آیـتــو کې
پاک مـولا یې چې صفت کړي
د قـــرآن پـه سورتـــــو کې
عـجیـبه غـوندې خـوږلت دی
د (وَلَّیْـلِ) پـــه لـوسـتـو کې
عـالـمان چې پرې غــږیـږي
د جـومـات پــه مـنبــرو کې
شـاعــران هم ګام اخیستی
سـتــا د حـسن پـلوشـو کې
د مـئیـن زړګی سوځیــږي
ستـا د زلـفـو پــه لمبـو کې
ــــــــــــــــــــ
که پـوهـان کــه عـالمـان دي
ستا د زلفــو تـفسیــرو کې
لا ترسـه پــــــورې ورک دي
لا تـر اوسـه یې ثـنآء کــــا
د بـلبـل پــه شان په چېغـو
لا تــــر اوســه پـورې ژاړي

ــــــــــــــــــــــــــــــ
ستا پـر زلـفـو ځان تــړمـــه
لوی زنـځیـر تــرې جــــوړومــه
تـر أبـده چې بـنــدي شــــم
دا تـصـویـر تــرې جــــوړومــه
بس د تـورو شــپـو څپـو کې
ښه شوګیر تــرې جـــوړومــه
د نـړۍ د عـشـق کـتـاب کې
یـو تـفسـیر تــرې جـــوړومــه
چې خپل ځان راته مجرم شي
ځان ته ویـر تــرې جـــوړومــه
د یـوسف د خـوب معـنا شي
بیـا تعبـیـر تــرې جـــوړومــه
د (تآئب) د ژونــــد پــه کې
خپل مسیر تــرې جـــوړومــه
ـــــــــــــــــــــ
ستا د زلفـو جــزیـرو کې
لا تـر اوسه پورې ورک یم
لا تر اوسه یې ثـناء کــړم
د بـلبل په شـان په چېغو
لا تــر اوسه پــورې ژاړم
لا تــر اوسه پــورې ژاړم

د څرخي پله زندان . ۱۳۸۹/۸/۱۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x