افغانستان

د ملي اردو د رنجر او یوه کرولا موټر ترمنځ د ټکر له کبله درې تنه ژوبل شوي

نن ټکی آسیا: د کابل – پروان پر سړک د نننۍ ترافیکي پېښي په پایله کې چې د ملي اردو ځواکونو د یوه رنجر او یوه کرولا ډوله موټر ترمنځ د ټکر په ترڅ کې رامنځته شوه، درې تنه سخت ژوبل شوي.
د کابل د قره باغ ولسوالۍ ولسوال عبدالسمیع شریفي د دغه خبر د پخلي ترڅنګ وویل چې د ملي اردو یو رنجر موټر چې له کابله د پروان پر لور د خوځښت په حال کې و، د قره باغ ولسوالۍ په مرکزي سېمه کې له یوې کرولا سره ټکر وکړ او درې تنه چې ټول د کرولا سپرلۍ وه، ژوبل شوي دي.

د کابل پروان پر لویه لار وخت ناوخت ورته خونړۍ پېښي رامنځته کېږي، چې عمده لامل یې د موټر چلوونکيو بې احتیاطي او ګړندی تګ په ګوته کېږي.
همدارنګه د هېواد د ډېری برخو ترافیکي چارواکي معمولاً  د نظامي موټرو له چلوونکو سر ټکوي، چې ترافیکي قوانینو نه سرغړونه کوي او د ښاریانو او ملکي وګړو له ژوند سره لوبې او بې باکۍ کوي.

د یادونې وړ ده چې هر کال د ژمي په را رسېدو سره د هېواد په جنوب او شمال کې د سختو ورښتونو او واورو له کبله زیاتې ترافیکې پېښي رامنخته کېږي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x