افغانستان

ګډحکومت د ماسکو رول بې نتیجې او حامد کرزي یې ګټور بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): روسیه، چین او پاکستان د افغانستان په اړه په راتلونکې اونۍ کې غونډه کوي، تر څو په سیمه کې درې سره هیوادونه ګډه ستراتیژې جوړه کړې او د افغانستان د سولي په اړه واحد موقف ولري.

دوه ورځي وړاندي په اسلام اباد کې د روسیې سفیر «الیکسي دیدوف» وویل: «مونږ چې په افغانستان کې څه وینو، له بدغه مرغه اندیښمن وضعیت دی، مونږ د افغانستان د راتلونکي په اړه ډېر خوشبین نه یو، افغانستان کې امن او ثبات نشته، په ځان بسیا اقتصاد نه لري، ښه حکومتولي او قوي اردو نه لري».

نوموړي وویل چې روسیه په افغانستان کې په ډېر ټینګار سره د سولي ملاتړ کوي، ځکه چې په افغانستان کې امن او سوله د روسیې په ګټه تمامیږي.

«خو داچي د افغانستان د سولي په اړه خبري ډېري کراري پر مخ رواني دی، ډېره بده خبره ده، مونږ تمه لرو چې په راتلونکې ملاقات کې په دې اړه ښه بحثونه ولرو.»

تېره ورځ په افغانستان کې د روسیې سفیر «الکساندر منتیتسکي» د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل او د حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړه لوري د افغانستان او سیمي پر وضعیت سره غږیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «حامد کرزي د سولي په راوستو او د افغانستان په بیا رغونه کې د روسیې فدراسیون نقش او علاقمندي د ستایني وړ وبلله او ملاتړ یي تري څرګند کړ. ».

حامد کرزي په دغه لیدنه کې د روسیې سفیر ته ویلي: «د طالبانو د تحریک سره د خبرو او د سولې په راوستو کي د ګاونډیو او د سیمې د پیاوړو هیوادونو په تیره روسیې مرسته ضروري او ډیره موثره ده».

په مقابل کې د رسیې سفیر ویلي چې دوی د افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او د سولي په راوستو کې به هڅي لا ګړندی کړي.

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت په موسکو کې د افغانستان د سولي په تړاو د جوړېدونکي غونډي په اړه رسنیو ته ویلي چې دا غونډه د افغانستان د حکومت له ګډونه پرته جوړیږي، ځکه به نو هیڅ پایله ونه لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته ویلي: « باید د افغانستان د سولې په اړه هره غونډه د افغانستان د حکومت په مشري او مشوره جوړه شي».

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د روسیې په ګډون ځینو هیوادونو منلې چې د طالبانو سره دیپلوماتیکي اړیکي لري، د خپلو اتباعو اومشترکو مصالحو د تامین او سولي په تړاو ورسره خبري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x