افغانستان

د پارلمان وکيلې هماسلطاني یو پولیس ډبولی

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې هما سلطاني د پاکستان د سفارت مخې ته د پولیسو یو افسر وهلی ډبولی دی.په ټولنیزه شبکه فیسبوک کې د دغه پولیس د ډبولو ویډیو خپره شوې او د فیس بک ګڼو فعالانو د هما سلطاني دا عمل غندلی.د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم دا عمل غندلی او ویلي يې دي، چې دوی به د پېښې د څېړلو ترڅنګ ملي شورا ته هم د هما سلطاني په اړه شکایت وکړي.دا لومړی ځل نه دی چې يو پولیس او د تيټې سويې کاګران د زور واکو او وکیلانو لخوا وهل کيږي. هما سلطاني تر دې دمه د دغه عمل په اړه یې رسنیو ته ځه نه دي ویلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x