نظــرپیښې او دریځونه

د جګړې په له منځه وړلو کې د کورنیو هلو ځلو اغیز

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

تیره ورځ د کندهار ښار د تاج محل په سالون کې د جنوب لویدیځ زون ولایتونو یوشمیر ولسي مخور او سیاسي فعالین (د سولې چیغه) ترنامه لاندې غونډې کې سره راټول او په هیواد کې یې د جګړې د خاتمې په اړه خبرې وکړې.

په یاده غونډه کې په نورو دولتي چارواکو سربیره د کندهار امنیه قومندان رازق خان هم ګډون در لود او دغونډې ګډونوالو ته يي د سولې په اړه څرګندونې وکړي.

دا چې د دې غونډې د جوړیدو انګیزه څه او د هغې جوړونکي به تر کومه په دې ابتکار کې خپلواکه وي تر وخت وړاندې خبره ده، خو په مجموع کې د جګړې د خاتمې لپاره په کور دننه کې د دغسي غونډو جوړول یو هیله بښونکی اقدام دی او ښایي نتائج یې هم ترهغوغونډو چې د افغانستان د سولې لپاره په پردیو هیوادونو او د پردیو په ګډون جوړیږي مثبت وي.

ځکه جګړه د افغانانو په خاوره کې ، د افغانانو ترمنځ او دهغوي د سیاسي ملحوظاتو پر اساس روانه ده، نو که يي د هواري هڅه هم د افغانانو په خپل ابتکار او د هیواد له داخل نه وشي ښايي مؤثریت یې زیات وي.

داسې غونډې څه وخت مؤثریت لرلی شي؟

په ولسي کچه د جګړې د له منځه وړلو لپاره د دغه ډول غونډو مؤثریت هغه وخت ممکن دی چې د غونډو جوړوونکي بي پري او له سیاسي لحاظه د جګړې په ښکیلو لوریو پوري تړلې خلګ نه وي.

که چیري د دغسي غونډو په جوړ ولو کې د لانجې کوم ښکیل لوری دخیل او برلاسی وي ، بیا به دا هم د سولې د عالي شورا په څیر د جانب مقابل په خلاف د یوې ابزاري وسیلې په توګه کارول کیږي او د لانجې د هواري په ځای به د هغې د ستونزمن کیدو لامل ګرځي.

دا ډول غونډې باید په کوم مشخص سمت ، قوم او قشر پوري وابسته نه وي، ځکه افغانستان ته د اجنبي اشغال په سیوري کې د نورو ګواښونو او خطرونو ترڅنګ همدا اوس اوس د تجزیې خطر هم متوجه دی ، چې په همدې حساسو شرائطو کې د دغه ډول سمتي او قومي غونډو جوړول او په هغوی کې د یوه اوبل لوري په خلاف او یا هم پلوي څرګندونې کول د لانجې د هوارې په ځای د تجزیې د خطرناکې ستونزې د راپیدا کیدو سبب هم کیدای شي.

دغه ډول غونډې باید د داسې کسانو لخوا جوړې شي چې ولسي وجاهت ولري، خلګو ته د اعتماد وړ وي او په انتخاب کې یې اساسي رول د ولس وي نه د دوي شخصي او تحمیلي انتصاب.

ولي تر بهرنیو هلو ځلو ولسي هغه اغیزمنې دي؟

له امریکايي اشغال وروسته په تیر ۱۵ کلن بهیر کې د سولې د ټینګښت په پلمه ډیرې هلې ځلې وشوې چې د افغانستان د لانجې ښکیل لوري سره یوځای او خپل پیغام یوبل ته ور واوروي، خو تر اوسه د دې کار زمینه نه ده مساعده شوې.

سږکال د نومبر د میاشتې په ۲۴ مه چې شپږ تنه هیواد میشتې ژور نالیستان او سیاسي فعالین له کابل نه قطر ته ولاړل او هلته يي په خپله ژبه د طالبانو له سیاسي چارواکو سره مخامخ خبرې وکړې ، د قضیې د حل په اړه يي له هغوي څخه پوښتنې وکړې، دهغوي نظرونه يې واوریدل او بیا يي هغه د امریکا په سفارت کې له امریکایانو او همدا راز د ګډ حکومت له چارواکو سره تبادله کړل دا د سولې په اړه د جګړې د ښکیلو غاړو ترمنځ د تبادل نظر په لاره کې داسې یو پرمختګ و چې په تیر۱۵ کلن بهیر کې بیلګه نه لیدل کیږي.

د یادو ۶ ځوانانو د دې بي ساري پرمختګ اساسي لامل د هغوی پی پلوي توب، د جګړې ښکیلو لوریو ته اعتماد او په دې اخلاقي رسالت کې د هغوی اخلاص او جدیت و.

هغوي د پوهنتون استادان ، سیاسي شنونکي او ژورنالیستان دي، یاد ځوانان هم د شخصیت او هم د مسلک په لحاظ ولسي شعبیت لري ، هغوی تر دې وړاندې یې هم د لانجې د حل په اړه په خپلو شننو او څرګندونو کې معقول نظرونه وړاندې کړي ، د هیواد د قضیې حل ته یې د تنظمي ، قومي او سمتي زاويې په ځای له ملي او وطني زوایې څخه کتلې ، هماغه ده چې د ستونزې په هواري کې یې پرمختګ هم بي ساری دی.

خدای دې وکړې دا سوله خوښي ځوانان د جګړې ختمولو په دې اخلاقي مسؤلیت کې تر پایه همداسې با اعتماده، خپلواکه ، بي پري ، ریښتینې او باعزمه پاتې شي.

که چیري د دغو ځوانانو په مشخصاتو او معیارونو برابرکسان، ولسي مخور او ذي نفوذه اشخاص په هیواد کې نورهم پیدا او په ورته مشخصاتو برابر د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د جګړې د خاتمې په لاره کې هلې ځلې وکړي او په داخلې کچه غونډې او جرګې جوړې کړې ، ښايي تر ډیرو نړیوالو کنفرانوسو یې اغیز ډیر زیات وي.

د سولې د تحقق لپاره د ولسي منځګړیتوب ضرورت

په افغانستان کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ روان پوځي وضعیت داسې یوې مرحلې ته رسیدلی چې یو لوری هم په بل باندې د بریالیتوب چانس نه لري.

هر لوري چې له پوځي اړخه د خپل بریالیتوب هڅه کوي پایله يې له جګړې غزونې، تباهي اوناکامې پرته بل څه نه وي.

د واړو لوریو د جګړې د خاتمې لپاره داسې شرائط وړاندې کړي چې د جګړې په ډګر کې یې هریوه ته منل د ځان ناکامي ښکاري ، همدا وجه ده چې هغوی دواړه (طالبان- امریکایان) جګړه ییز تلفات مني خو له خپلو شرائطو څخه تنازل کول ورته د منلو وړنه ښکاري.

له دغه معلق او په ټپه ولاړ حالت نه د راوتلو لپاره اړتیاده چې د ولس له منځه معتمد او مخور کسان د سولې د سفیرانو په توګه د منځګړیتوب لپاره رامیدان ته شي ، هغوی دې د منصفو منځګړیو په صفت د جګړې د ښکلیو لوري ترمنځ د تبادل نظر زمینه برابره کړي ، په تدریجي ډول دي د هغوی د مخامخ کولو فرصت مهیأ کړي ، دهغوی خبرې دې واوري ، که کوم یو په منطق ولاړ موقف نه لری هغه دې د معقول موقف غوره کولو ته مجبور کړي او بالاخره دي د افغاني ټولنې له شرائطو او غوښتنو سره سم د داسې یوې جامعې طرحې جوړولو ته لاره هواره کړې چې د جګړه ځپلې ولس لپاره د نیابتې جګړې د پایته رسیدو روح بښونکی پیغام ولري.

د سولې دا سفیران باید تر هرڅه وړاندې له خپل خدای او عقیدي سره ریښتونې وي ، له خپل ضمیر سره ریښتونې او د جګړه ځپلې هیواد له لوړو ګټو سره ریښتوني وي.

د هغوی شخصیت باید په شخصي ، سیاسي ، تنظیمي او سمتي تمایلاتو کې محدود نه وي ، هغوی باید ټول افغانستان خپل کور وبولي، ټول افغانان خپل وروڼه وبولي ، د جګړې له لاسه ټول یتیمان شوي ماشومان خپل وروڼه اوزامن، تور سرې کونډې خپلې خویندې او میندې او تباه شوي سیمي او جونګړې خپل کورونه وبولې او د جګړې له اور څخه د هغوی ټولو ژغورل خپله اسلامي، اخلاقي او افغاني فریضه وبولي.

په دغسې یوې سپيڅلې ارادې او راسخ عزم سره به که خدای کول د ځوریدلي ولس لپاره د نجات لاره پیداکیږي چې د هغې په تعقیب کې به زمونږ د هیواد روانې غمیزې ته د پای ټکی کیښودل کیږي …

ان شاء الله و ماذلک علی بعزیز.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

د اسلام بل نوم سوله ده ، اسلام د سولی د باره هغه فارمول لری چه رښتونی سوله رامنځته او د سولی د ساتنی تضمین کوی او د کفر بل نوم فساد او جنګونه دی ، د همدی امله د کقارو او مسلمانانو ترمنخ جنګونه پای نه لری ، ځکه مسلمانان سوله او هغوی جنګ غواړی جنګ او سوله یو ځای ژوند نه شی تیرولی . سوله د هغه چا سره باید شوی وی چه جنګ یی جوړ کړی ، د کابل اداره خو د اشغالګرو مامورین او مستخدمین دی د اشغالګرو سره سوله داسی مثال لری لکه پسونه چه… نور لوستل »

عبدالواحداڅګزۍ

محترم ثاقب صاحب اسلام اعلیکم ډیر یوطرفه قضاوت دی کړۍ دۍ دغه ژورنالستا په دغه ملک کی زیږیدلی دی او له کوچنیوالی دغه دوطن پرستۍ روحیه ورسره ده د دوی وقضاوت ته دطالبانو قربانیوامریکا او دامریکا غولامان اړکړل که دانن طالبان لکه ګلبدین جهاد پریږدی دغه ځوانان بیاڅوک قطرته هم ولاکه پریږدی دطالبانو شهامت اوقربانۍ باید افغانان نکی هیری.
په احترام عبدالواحد اڅګزۍ ۱جدی ۱۳۹۵

عبدالرحیم ثاقب

مننه محترم ورور اچګزی صاحب!
زما په لیکنه کې خو زه فکرکوم زما شخصی قضاوت نه دی ځای شوی ، یواځې یو تحلیل دی او کوم د پوهنتون د استادانو او ژورنالیستان شپږ کسیزه ډله چې د افغاني قضیې پر مختلفو ابعادو باندې له طالب چارواکو سره دتبادل نظر په موخه قطر ته تللي وو دهغوی د دې مثبت اقدام تذکر شوی و.
مننه
عبدالرحیم (ثاقب)

الجاج استاذ بیانزی

تر هغی چه زه د ثاقب صاحب لیکنی او د اڅکزی صاحب تبصری تعقیبوم ، دواړه د یوی الهی تګلیاری او اسلامی دریز پلویان او بلبلان دی . کله کله افهام او تفهیم سره سمون ونه کړی او لا د ارزونو زاویی کله لکه توپیر وکړی . لکه د ثاقب صاحب لیکنه په خپل ځای دروند وزن لری او د اڅکزی صاحب تبصره په خپل ځای سمه ده او د افغاان صاحب د تبصری ارزونه بیا د بلی ناحیی یا زایی څخه شوی یعنی هغه په خپل ځای سمه ده . مهمه خبره په لیکنو یا تبصرو کی د هغه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close