شعـــــرونه

امام ابوحنیفه/ نور احمد نعماني

نور احمد نعماني

د زړه سر د سترګو توره ای امام ابوحنیفه
د کوفې پر آسمان لمره قدردان ابوحنیفه
مسمیٰ ته په “نعمان” یی
ځلاند ستوری د عرفان یی
د “ثابت” صاحب فرزند یی
راته ګران ابوحنیفه
امامان ټول د امت دي
شاګردان د فقاهت دي
د “امام مالک” زیری
یی عیان ابو حنیفه
د هجرت اتیایم کال وو
پیدائښت ستا د جمال وو
بی له شکه “تابعي” یی
ښکلی ځوان ابوحنیفه
په کوم کال چي ستا وفات وو
“شافعي” هلته حیات وو
د “امام احمد” اوښکې
ستا پر شان ابوحنیفه
ته چینه یی د فیوضاتو
وي منبع د کراماتو
“نخعي” او هم “حماد” دي
استاذان ابوحنیفه
“ابویوسف” که “زفر” دی
“محمد” هم معتبر دی
“نعماني” دي مقلد یم
په هر آن ابوحنیفه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x