ابن الشاطر مبتکر نظام الشمسي

داسلامي نړۍ وتلي فلک پوهان (پنځمه برخه)

قاري احسان

ابن الشاطر

دشمسي نظام مبتکر او درصدګاو دډیری آلاتو مخترع  علاء الدين أبو الحسن علي بن إبراهيم بن محمد، چې په ابن شاطر (Ibn al-Shatir) سره شهرت لري، دعلم فلک او ریاضي په برخه کې زیات مشهور وو، دعمر زیاته وخت يې په دمشق کې تیر کړ، هلته يې دالوسیط په نامه ساعت هم اجاد او په جامع امویه کې دوختو دمعلومولو لپاره نصب کړ، دبطلیموس دنظريي يې رغونه وکړه، له کوبرنیکوس نه په څو پيړيو مخته دفلک دعلم په برخه کې هغه څه وکړل، چې کوبرنیکوس ډیر وروسته ورته ورسيد.

ابن شاطر په دمشق کې د 704هـ دربيع الأول په میاشت کې دنیا ته راغلی، په ښپږم کال يې پلار وفات سو، دفلک دعلم او ریاضي دزده کړي لپاره مصر، مکي مکرمي، یمن، فلسطین او دشام ډیرو ښارو ته يې سفرونه وکړل، ابن شاطر دهغو لمریزو مزاولو تصحیح هم وکړه، چې زیات وخت په شام او عثماني خلافت کې ترینه کار اخیستل کیدی.

ابن شاطر دفلک دعلم په اړه ډیر کتابونه ولیکل، خپل نظریات، تجربې او مشاهدات يې په دغه کتابو کې درج کړي، او ددائرة البروج انحرافي زاويیه يې په ډیر دقت سره وڅارله، بالآخیر يې ددغې زاويې درجه (ډګري) معلومه، جورج سارتون وايې: ابن شاطر ډیر وتلی او ذکي عالم وو، داسماني ستورو حرکات يې په ډیر دقت سره څار او درس کړل، په 1365م کې دا ثابته کړه، چې ددائرة البروج انحرافي زاویه له 23 درجو، او 31 دقیقو سره برابره ده، دشلمي پيړۍ علماو، دټکنالوژۍ په مټ 23 درجي، 31 دقیقي او 19.8 ثانيي بللي ده.

دابن شاطر تر ټولو ښه ابتکار داوو، چې دبطلیموس دنظريې تصحیح يې وکړه، او دهغې متبادل يې نړۍ ته وړاندي کړ، بطلیموسي نظریه داوه چې زمکه دکون (عالم) مرکز ده، لمر، ستوري او سپږمۍ ټول دزمکې شاو خوا ګرزان دي، په دغه نظریه کې دمسلمان علماو له وخته شکوک او شبهات ول، خو ددې نظريې تصحیح هلته وجود ته راغله، کله ابن شاطر وروسته له ډیرو تجربو او مشاهداتو، دا خبره ثابته کړه، چې زمکه دکون مرکز نه، بلکې لمر دکون مرکز دی، زمکه، ستوري او سپږمۍ ټول لمر راګرزي، پر دې يې ډیر قوي دلایل وړاندي کړل، تر ننه پوري دا نظریه همداسي منل سوي پاته ده.

له ابن شاطره تقریبا دوې پیړۍ وروسته کوبرنیکس دا نظریه ځان ته منسوبه کړه، او په كوبرنيكي نظام (Copernican System) سره مشهوره سوه.

په شلمه پيړۍ کې وتلي امریکي فلک پوه ادوارد کیندي (Edward Kennedy ) او دهغه شاګردانو دبیروت په امريکي پوهنتون (American University of Beirut) کې دکوبرنیکوس پر نظریاتو څیړنه وکړه، او دا يې ثابته کړه، چې دکوبرنیکوس زیاتره نظریات بالخصوص دنظام شمسي نومنه، دابن شاطر دنظریاتو عکس یا کاپي ده، تر کوبرنیکوس دوې پيړۍ وړاندي مسلمان فلک پوه ابن شاطر دا نظریه وړاندي کړي وه.

کوبرنیکوس دابن شاطر دقلمي نسخو نه اخذ کړی، او دابن شاطر دنظريو په شان ډیر فلکي نظريې وړاندي کړي دي.

دجرمني (Germany) دفرانکفورت (Frankfurt) په ښار کې دغوته دپوهنتون (Goethe University) استاذ مشهور مستشرق ډاکټر ديفید کنج (David King) په خپله لیکنه (قاموس الشخصیات العلمیة) کې په 1370هـ 1950م کې پر دې خبره ټنګار وکړ، چې ډیری هغه فلکي افکار او نظریات، چې کوبرنیکوس ته منسوب دي، هغه دابن شاطر نظریات دي.

جورج سارتون (George Sarton) دغربي علماو نه اولنی عالم دی، چې دابن شاطر کارنامو او کړنو ته داروپايي علماو پر هغو يې اولیت ورکړ.

ابن شاطر تر دیرش 30 پوري کتابونه ولیکل، خو ډیری يې نادرکه او مفقود دي، ابن شاطر د(777هـ) ړربیع الاول په میاشت کې، په دمشق کې وفات سو، او دباب الصغیر په هدیره کې خوارو ته وسپارل سو.

2016-12-12

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د