افغانستان

ځينې روسیه مشیتو افغانانو د کودتا پلان درلود

 

يوه باوري سرچينه وايي، څه موده وړاندې په روسيه کې ځينو میشتو افغانانو د روسیې د پارلمان ځينو غړو ته ويلي و چې دوی کولای شي له خپل نفوذه په کار اخیستو په افغانستان کې اوسنی نظام بدل کړي او روسیه دې د دوی ملاتړ وکړي.
سرچينه زیاتوي چې د همدې کار په موخه د “ملي هیواد” ګوند مشر جنرال غلام محمد جلال په مشرۍ د روسي پارلمان د سوسيال-ديموکرات ګوند له مشر ولاديمير ژيرينوفسکي سره کتلي. سرچينه زیاته وي چې دغه پلاوي روسانو ته باور ورکړی چې د افغانستان په پارلمان

او پوځ کې ژورې اړيکې لري او کولای شي چې نظام بدل کړي. د کتونکو پر اند له دې کاره د دوی موخه د کرزي پر حکومت کودتا وه. ویل کيږي چې د روسې پارلماني غړي پر دې خبرو انديښمن شوي او په دې اړه يې په مسکو افغان سفارت ته خبر ورکړی. د سرچينې په وینا په مسکو کې افغان سفارت ياده موضوع د بهرنیو چارو وزارت سره شریکه کړې او رسنیو چې په مسکو کې له افغان سفیر عزیز الله خان څخه پوښتنه وکړه، هغه په دې اړه ځان نا خبره وښود.
بل پلو د ملي هيواد ګوند مشر جنرال جلال دا ناسته تاييدوي خو د کودتا خبرې په کلکه ردوي او وايي چې د روسې له پالماني غړو سره د ده ناسته په مسکو کې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه وه نه د بل څه لپاره.د بهرنیو چارو وزارت وياند جانان موسی زی وايي چې هيڅ کومې رسمې سرچينې تر اوسه دا خبر نه دی تاييد کړی او دوی به تر هغه انتظار وکړي چې تر څو يو رسمي منبع دا خبر تاييد کړي. د جنرال جلال په مشرۍ “د ملي هيواد ګوند” په عدلیه وزارت کې ثبت دی خو ښاغلی جلال روسي تابعیت لري او د تېرو لسو کالو په ترڅ کې يې افغانستان ته سفر نه دی کړی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x