نړۍ

جرمني کې یوه لارې د ګڼي ګوڼي پر مارکېټ‌ ورغلې ۱۲ تنه يې وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د جرمني پلارمېنه برلین ښار د یوې ګڼي ګوڼي په مارکېټ کې لویې لارۍ ۱۲ تنه هغه ښاریان وژلي چې د کرسمس په مناسبت دلته را یو ځای شوي وو او تر ۵۰ زیات نور يې ټپیان کړي دي.

دغه پېښه د برلین وتلې کلیسا «کیسروهلېم» ته نژدې رامنځ ته شوې؛ د پېښې شاهدان د سترګو لیدلی حال بیانوي چې دغه مارکیټ د برلین عیسایانو کرسمس لپاره جوړ کړی و او ډېره ګڼه ګوڼه وه چې یوه لویه لارۍ پرې ورغله او په لسګونه خلک يې مړه او ټپیان کړل؛ شاهدان زیاتوي چې هرې خواته خلک لیدل کیدل چې په سرو وینو کې لت پت پراته وو او ژوبلو کسانو چیغې وهلې، یو وحشت او تره جوړه وه .

نړيوالې رسنۍ په سمیه کې د پولیسو له قوله وايي چې د پېښې ځای ته نژدې يې یو شکمن کس نیولی ګمان کېږي چې د یادې لارۍ چلونکی وي .

دغه راز پولیسو ويلي چې د لارۍ چلوونکي مرستیال چې ویل کېږي یو پولینډی دی، هم په پېښه کې مړ شوی دی.

پولیس وايي داسې اټکل کېږي چې دا یو قصدي یا تروریستي عمل وي خو لا تر دې دمه کره څه په لاس نه لري خو پلټني روانې دي چې اصلي لامل تشخیص کړي.

بیا بلې خوا د ډي پي آي خبري اژآنس وايي چې موټر چلوونکی یو له هغو پناه غوښتونکو کډوالو له جملې څخه دی چې په دې وروستیو کې له اسیايي هېوادونو راغلی دی.

خو دا هم تر اوسه نه ده تائید شوې چې موټر چلوونکی د کوم هېواد تبعه دی.

د یادولو ده چې د تېر ۲۰۱۵میلادي کال د جولاي په میاشت کې هم د فرانسې د نیس په ښار کې ورته برید رامنځته شوی وو چې په نتیجه کې یې ۸۶ تنه وژل شوي وو.

سليم بريال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x