سهیل شاهین

شاهین: روسیې او ایران ته د طالبانو د سفر راپورونه د استخباراتي کړیو افواهات دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین وايي چې له نورو هیوادونو سره ملاقاتونه د طالبانو په فعالې ډیپلوماسۍ دلالت کوي خو زیاتوي چې روسیې او ایران ته يې کوم هیئت سفر نه دی کړی.

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړل چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پنځه کسیز هیئت له تېرو څو ورځو راهیسې له روسي چارواکو سره د ملاقات لپاره په مسکو کې دی.

خو ښاغلی شاهین دغه ډول راپورونه ردوي او په یوې خبرپاڼه کې يې ویلي چې «د سیاسي دفتر مرستیال محترم مولوی عبدالسلام حنفي په سیاسي دفتر کې موجود دی او خپل ورځني کارونه پر مخ بیایي».

نوموړي همدا راز هغه راپورونه هم ناسم بللي چې تېره اونۍ ایراني رسنیو خپاره کړي و چې ګویا په تهران کې جوړیدونکي د اسلامي یووالي تر شعار لاندې کنفرانس ته د طالبانو استازي هم وربلل شوي دي.

ښاغلی شاهین زیاتوي چې که داسې سفرونه رښتیا هم ترسره کیږي نو دوی به یې پخپله اعلانوي، ځکه چې په وینا یې له بهرنیو هیوادونو سره اړیکي ساتل کوم «ناوړه کار» نه دی بلکې د طالبانو قوت، اهمیت او فعاله ډیپلوماسي جوتوي.

په دې وروستیو کې له روسیې او ایران سره د طالبانو د تماسونو په اړه په پرلپسې ډول رنګارنګ راپورونه خپریږي. څه موده وړاندې ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د نامعلومو سرچینو په حواله خبر ورکړی و چې د طالبانو لخوا د سیاسي دفتر مستعفي غړی مولوي نیک محمد د ایران لپاره استازی ټاکل شوی، چې وروسته بیا دغه خبر دروغ وخوت.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین دغه ډول خبرونه «افواهات او د استخباراتي کړیو» کار بللی او په رسنیو یې غږ کړی چې د ورته خبرونو تر نشرولو وړاندې د طالبانو د مطبوعاتي سرچینو نظر وپوښتي.

له روسیې او ایران سره د طالبانو د تماسونو راپورونو په رسنیو کې وروسته تر هغه زور اخیستی چې د دواړو هیوادونو چارواکو په جلا جلا ډول څرګنده کړه چې له طالبانو سره د یو سیاسي قدرت په توګه ډیپلوماتیک اړیکي لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

ما هم دا فکر کولو ، د روسانو او ایرانیانو سره اړیکی یا مرستو یواځنی وسیله وه چه تر اوسه نه وه کاریدلی ، د دغه وسیلی څخه هم کار واخستل شو ، روسانو تر پرونه زمونږ په میلونو انسانان شهیدان او څه له کوره بی کوره او زمونږ هیواد یی په کنډواله بدل کړو . تر هغه څو ځله بدتر وحشت انګریزانو او امریکایانو تر سره کړو ، په هماغه کچه جه روسان د شرمیدلو ماتو سره مخ شول دوی تر هغوی څو ځلی زیات د شرمیدلو ماتو ، تاوانو او وژنو سره مخ دی ، نو د خپلو… نور لوستل »

محمد عبداللہ
میلمه
محمد عبداللہ

پاکستان به دمطلقا نہ یادولو ،کمیونسٹ،سوشلسٹ اولادینہ ،بے غیرتہ حکمران بہ دی یاد کڑی وو چہ پہ افغانستان کے دپاکستان نه ھم زیارت دی۔افغان صیب عصبیت اوقومیت اسلام نہ خوخوی۔

طاہر خان اسلام اباد
میلمه
طاہر خان اسلام اباد

شکر دی چی طالبان ھم دا صلاحیت پیدا کڑ چی خولہ یی پرانستہ سرہ لہ دی چی بیانونہ ازادو رسنیو تہ اوس ھم نہ ورکوی او فقط مشخص ویب سایٹونو تہ یی ورکوی۔ طالبانو تل د نڑی نہ خبری پٹی کڑی دی او دا پالیسی یی اوس ھم روانہ دہ۔

اقباال
میلمه
اقباال

اصل موضع د طالبانو سره د ایرانیانو اوروسانو اړیکی یا لاس اړونه ده . پرون امریکایانو د روسانو په ضد د هغه وحت مجاهدینو سره هر اړخیزی مرستی کولی تر دی چه جهاد یی ورله په سوړ جنګ بدل کړو یعنی د روسانو او امریکایانو ترمنخ جنګ چه افغانان پکی استخدام شوی که روسانو انسانی غیرت لرلی دا یی د غچ اخستنی ښه وخت وو ، مګر روسان وخته تعقیم شوی هغه روسان نشته که وی په دغه ۱۶ کلو کی به یی څه کړی وی برخلاف روسانو او ایرانیانو زمونږ د افغانانو د بیا وژلو د پاره د امریکایانو… نور لوستل »