fbpx

ولسمشر د بدخشان په ترافيکي پېښه خواشينی دی خو نيمروز او فراه يې هير دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): ولسمشر محمد اشرف غني په بدخشان کې د رامنځته شوې ترافيکي پېښې له امله خواشيني څرګنده کړې ده خو د نيمروز او فراه ولايتونو په ترافيکو پيښو يې نه د خوښي او نه د خواشيني غږ کړی.
نن تنکۍ غرمه ۹ بجې د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ په دم ګاو سيمه کې يو ۴۰۴ موټر له يو هينو موټر سره ټکر شو چې له امله ۷ تنه مړه او ۱۶ نور ژوبل شول.
سيمه ييز چارواکي وايي ياد مسافر وړونکی موټر د قدرت ترانسپورت شرکت اړوند و او د ولايت له مرکز له فيض اباد نه کابل ته روان و.
ولسمشر په پېښه له خبريدو سره سم خپل خپګان څرګند کړ او د خپلې خبر پاڼې له لارې يې اړوندو چارواکو ته ورپام کړي چې ترانسپورتي شرکتونه او موټر چلونکي دي د ترافيکي اصولو ته په جدي توګه متوجه کړي.
دغه راز يې د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره په خواخوږي ښودلو سربېره ځايي چارواکې مامور کړي چې ژر تر ژره دې ورسره مرسته وکړي.
تېره او وړمه ورځ په نيمروز او فراه ولايتونو کې هم ورته پيښې رامنځته شوې وې چې ولسمشر يې په اړه نه خواشيني ښودلې او نه يې له کورنيو سره د مرستې غږ کړی.
پرون سهار د فراه د ګلستان ولسوالۍ په توت سيمه کې يو ۳۰۴ موټر له بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې ۱۴ مسافرو ژوند له لاسه ورکړ او ۴۶ نور ژوبل شول.
دغه راز د شنبې په ورځ د نيمروز ولايت چنخاصور ولسوالۍ اړوند سيمه کې هم يو ۳۰۴ موټر چپه شوی و چې ۴ تنه مړه او ۳۲ نور ټپيان شوي وو.
په هيواد کې نژدې هره هفته ورته پيښي رامنځته کيږي چې د معمول مطابق ولسمشر يې د ځينو په اړه د خپګان اظهار کوي او ځينې يې بيا له ياده وځي، اشرف غني ډير ځله اړوندو چارواکو ته د موټر چلونکو او ترانسپورتي شرکتونو د جدي څار امرونه کوي خو پخپله يې د ورته پېښو بيا بيا رامنځته کيدو له امله کله هم د چارواکو جدي څارنه نه ده کړې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
faheem
میلمه
faheem

له دی خبر سره د هغه بی غقیدی روژه دار قیصه راپه یاد شوه وایی یوه بی عقیدی سړی روژی نه نیولی مګر پیشنمی یا پس شبی ته راپاځیدلو ، په مړه ګیده ډوډی خوړله ، چا ورنه پوشتنه وکړه چه روژنه نه نیسی نو پس شبی ته ولی پاڅیږی . هغه ورته ویل [ چه دا کا نه کوم پوره کافر کوی می ] غنی هماغه بی عقیدی روژتی دی که د بدخشان په مړو خوابدی شوی بیا یی هم لوی کار کړی . که نه د ده باداران خو د مظلوم اولس په وژنه خوشاله دی که هغه… نور لوستل »