نړۍ

روس: د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د دوه چادونو له امله ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نن ټکی اسیا: د تېرو څلور ویشت ساعتونه په ترڅ د دوه چاودنو له امله د ماسکو جنوبي ښار ولګو ګراډ کې ۳۲ کسان مړه او ۵۳ ټپيان شوي دي. ويل کيږي چې اوله چاونه پرون یکشنبه د مسکو جنوب ته د ولګوګريد ښار د اورګاډي په تم ځای کې د سرتيري برید له امله ۱۵ تنه مړه او ۳۴ پکې ټپيان شوي وو. او دوهمه چاودنه نن دوشنبه سهار د سپارلیو په يو بس کې د ځای پر ځای شوي بم له امله رامنځته شوې چې په نتيجه کې ۱۷ تنه مړه او په لسګونو ټپيان دي او بس په مکمله توګه ویجاړ شوی دی.

ځينې سرچينې وايي چې دا هم یو سرتېری برید و. د روسې ولسمشر ويلاد ميرپوتين نن دوشنبه سهار د استخباراتو له مرکزي مشر الکساندر پورتینیکوف سره د يادو چاودنو په اړه سلا مشورې کړي.  د پوتين ویاند وايي چې ولسمشر د نورو استخباراتي کړيو هم په تماس کې دی او امنيتي ارګانونو ته يې امر کړی چې د پيښو په اړه جدي غبرګون وښيي. او د ټپيانو د درملنې په اړه يې لازمې لارښوونې کړي دي.

{youtube}5pmHtJ9Av2E{/youtube}

http://www.youtube.com/watch?v=5pmHtJ9Av2E

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x