
ترکیه کې د روسیې سفیر ووژل شو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): په ترکیه کې د روسیې سفیر «اندري کارلوف» د نامعلوم کس په ډزو وژل شوی دی. پېښه څو ساعته وړاندې د ترکیې په پلازمینه انقره کې رامینځته شوې.
د روسيې ۵۴ کلن سفیر د هنرونو په یو نندارتون کې وینا کوله چې د یو تن وسلوال برید کوونکی لخوا په نښه شو. برید کوونکي د تکبیر نارې وهلې او د حلب او سوریې نومونه یې یادول.
په پېښه کې درې نور کسان ټپیان شوي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د پېښې ځای ته رسیدلی او تازه راپورونه وايي چې برید کوونکی ژوندی نیول شوی.
راپورونه وايي چې سفیر له برید وروسته روغتون ته ولیږدول شو خو د ژورو ټپونو له کبله یې ساه ورکړه. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خپل سفیر مړینه رسما تایید کړې.
په دې وروستیو کې د ترکیې او روسیې ترمینځ اړیکو کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی و او د دواړو هیوادونو اړیکي ټینګې شوې وې.
تر اوسه د برید کوونکي د هویت په اړه جزئيات نه دي ورکړل شوي.

به سوریه دروسی بی رحمه بمباری او زمونګ د دپتنګانو د ډلی سفرونه روسی ته الله دی خیر کړی . څومره روسی او امریکای نوی وسلی دلته پدی خاوره کی سره وازمایل شی . الله مو دی اخر خا تمه په ایما ن کی تیر کړی
ته په کوم دلیل وایی چی پتنګانو روسیې ته سفر کړی؟؟