افغانستان

د سره صلیب یو بهرنی کارکوونکی تښتول شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): نامعلومو وسله وال د هېواد په شمال کې د سره صلیب نړېوالې کمېټې یو بهرنی کارکوونكی تښتولی دی.

په افغانستان کې د سره صلیب ویاند احمد رامین ایاز رسنیو ته ویلي چې تر اوسه د دغه تښتول شوی کس د اختطاف علت نه ده څرګند؛ خو کېدای شي چې په دې اړه وروسته معلومات تر لاسه او رسنیو سره یې شریک شي.

د ویاند په وینا د سره صلیب یوه ډله چې له کندز نه مزار شریف ته پر لار روانه وه، یو شمېر نامعلومو وسلوالو يې مخه ونیوله او ددوې له منځ څخه يې یواځې یو تن د یادې کمیټې کارکوونکی له ځانه سره بېولی او پاتې نور يې پریېښي دي.

د سره صلیب نړيوالې کمېټې تر اوسه د خپل دغه کارکونکي بشپړ هویت ندی ښودلی.

دغه راز د سره صلیب کمېټې ویاند زیاتوي چې دیته ورته پېښې تر دې وړاندې هم د هېواد په شمال کې رامنځ ته شوې او د یادې کمېټې کارکوونکي تښتول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه د تښتول شوي وګړي پړه چا په غاړه نده منلې، خو دغه ډول پېښې ډیری وخت د هېواد زورمندانو او ناقانونه وسلوالو له لوري ترسره کيږي.

سلیم بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x