افغانستان

د طالبانو سره د امریکايي بندیانو ویډیو خپره شوه – ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): یوه امریکايي مېرمن او کاناډائي مېړه یې چې د طالبانو سره یې په بند کې تر څلورو کلونو زیاته موده کېږي، په یوه تازه ویډیو کې را ښکاره شوي دي.

دواړه ښځه او مېړه د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر میاشت کې په وردک ولایت کې لادرکه شوې وه او له هغه وروسته د برمته کوونکو له لوري یې ویډیوګاني پر رسنیو را ښکاره شوې چې په کښي د امریکا له حکومته د خپل د خلاصون غوښتنه کوي.

امریکايي ښځه «کیتلان کولمان» نومیږي، او مېړه یې «جوشو بویل» د کاناډا دی. کورنۍ یې وايي چې دواړه د روسیې او منځنۍ آسیا په سیاحت وتلې وه چې وروسته په وردګ ولایت کې لادرکه شول.

په تازه خپره شوې ویډیو کې دواړه بندیان د خپلو دوه ماشومانو تر څنګ ښکاري، کوم چې په بندي خانه کې زیږېدلي دي. دا لومړی ځل دی چې دواړه بندیان د خپلو دوه ماشومانو سره په یوه ویډیو کې را څرګندیږي.

امریکايي مېرمن چې په ویډیو کې یې ډیري خبري کړې، وايي چې نن د «دیسمبر میاشتي ۳مه نېټه ده» او د امریکا د منتخب ولسمشر «ډونلډ ټرمپ» څخه غواړي چې ددې د کورنۍ د خلاصون لپاره ګړندي ګامونه اوچت کړي.

بل خوا د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دواړو بندیانو په اړه خپله «ژوره اندېښنه» څرګنده کړې او بې له هر قید او شرطه یې د هغوی د خلاصون غوښتنه کړې ده. امریکایانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ویډیو او ورسره خپور شوي پيغام کې دا نه دي ویل شوي چې د برمته کوونکو غوښتني څه دي، خو د نه منلو په صورت کې د متقابل تعامل ګواښ شوی.

د ویډیو تر څنګ په پښتو او انګریزي ژبه یو متن خپور شوی چې په لاندي ډول دی:

«دا یو واضح پیغام دی!!

د دې جوړې او د اولادونو خلاصون به یې تر هغه په حقیقت بدل نشي، تر څو چي زموږ مطالبات ونه منل شي. که چیري تاسې زموږ مطالبات پورا کړل، نو دوۍ به خوشي کړای شي.

د کوم چال او دسیسې چلولو کوښښ هم ونه کړی، ځکه دا به تاسي ته څه فائده درنکړي او که زموږ مطالبات مو پوره نکړل، نو له خطرناکو نتائجو سره به مخ شئ. زموږ د صبر د امتحان اخيستلو کوښښ مه کوئ، موږ له ظالمانو او مستکبرېنو سره د متقابل تعامل په ځواب ډېر ښه پوهېږو او په دې هم پوه شئ چې ناکامي تل د هغه چا په برخه وي چې په امتحان کې د سوال په ځوابولو نه پوهېږي».

ویډیو:

https://www.youtube.com/watch?v=xEuSF-Bgamg

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x