افغانستان

په فراه کې د سړک جوړوني د ساختماني شرکت دوه کار کوونکي وژل شوي

نن ټکی آسیا: نن سهار شاوخوا ۹ بجې په فراه ولایت کې د سړک جوړوني د یوه ساختماني شرکت دوه کار کوونکي د ماین په چاودنه کې وژل شوي.
د فراه امنیتي چارواکي وايي، چاودنه د دغه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندی د پېښي پخلی کوي او په وینا یې : د یوه خصوصي ساختماني شرکت دوه کارکوونکي چې د يوې پروژې د پلي کولو په حال کې وو، د سړک غاړي ماین د چاودنې له کبله ووژل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې وژل شوي کسان له ډېرې مودې راهیسې دلته په دنده بوخت ول.
ویل کېږي، چې په چاودنه نور تلفات نه دي اوښتي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x