شعـــــرونه

غزل/ فتحان حنفي

فتحان حنفي

ستړي ستړي عاشقان دې لارې څاري
ستي شوي پتنګان دې لارې څاري

خاک بسر درپسې ګرځي په سحرا کې
وه لیلی ټول مجنونان دې لارې څاري

ستا په لټه چې لمبو ته ورګډېږي
ورکړه غاړه فدایان دې لارې څاري

خوږ تصویر ورته ښکاره کړه ته حریته
تږي تږي طالبان دې لارې څاري

سپین قرآنه پاک نظام د شریعته
کړېدلي مسلمان دې لارې څاري

ای غازي دلبره یاره ځان ترې ساته
دا بد مخي غمازان دې لارې څاري

ستا راتلو ته یې پېړۍ انتظار کړی
آزادۍ راشه فتحان دې لارې څاري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x