ټولنیزه برخه

کوچنيتوب

ليکنه : عاطف خان دروېش
ژباړن : هدايت فريد

چې کوچنيتوب و، نو ژڼيتوب ( ځواني) يٶه هيله وه.چې ژڼى شوم، نو کوچنيتوب يٶ پېر ( زمانه) و.په کور کې به چې اوسېدم خپلواکي به مې خٶښېده. نن خپلواک يم بيا هم کور ته د تللو بيړه (تلوار) وي.

کله مېلمستون (هوټل) ته تلل، پيزا او برګر خٶړل به مې خٶښ وو، نن کور ته راتلل، د انا او مور د لاسونو خوراک مې خٶښ دى.

په ښوٶنځي کې به مې ورسره جنګ و، نن يې په انټرنېټ کې پلټم. خٶښي په څه کې ده ؟ دا راته اوس پته ولګېده، چې کوچنيتوب څه و ؟ نن مې وننګېره.( محسوس کړ)

درېغه چې مو د ژٶند څو کلونه بدلولى شواى!

*کله به چې مو خپل لاس د خلکو نه په جامو کې پټاوه او خلکو ته به مو ويل چې وګوره، ما خپل لاس په جادو باندې ورک کړي (غايب کړى).

*په ښوٶنځي کې به چې کله د ور (دروازه) شاته پټ شٶلو، په دې پار چې څوک راشي او بٶ پرې وکړو.(وډار کړو)

*ځينې وخت به مو د سترګو ډرامه کٶله، تر څو څوک راشي او غېږ کې مو ونيسي بسترې ته مو يوسي.

*انګېرل به مو چې دا ځلانده سپوږمۍ زمونږ د لاړيس (سايکل) شاته ولې پټه پټه روانه وي.

*د زوکړې ورځ به مو يوازې ددې له کبله نمانځله چې څوک ډېرې ډالۍ راوړي.

*د کنګلځي ( يخچال) پورې کٶل مې ډېر يادېږي،ډېر په ورو به مو پورې کاوه تر څو وپوهېږو چې دننه روښنايي کله ۥګل کېږي.

بې اړنګه ( يقيناً) په کوچنيتوب کې به مو فکر کاوه، چې مونږ ولې نه ځوانېږو؟ او اوس دا فکر کٶو چې مونږ ځوانان ولې شوو؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x