نظــر

دا ټولي بدمرغۍ د جاهلو لنډغرو او ظالمو نيمچه پوهانو له لاسه دي

ليکوال: ملازوی

جهل د ټولو بديو او شرارتونو اصل او بنسټ باله سي، که جهل نه وای هيچا به د لوی څښتن سره په عبادت کي بل څوک نه شريکولای. ټولي ورانۍ، ظلمونه او ګمراهۍ چي په دې ځمکه کي ليدل کيږي کله چي يې بيخ او بنياد يې وپلټل سي سرچينه او لامل يې همدا جهل او جاهلان جوتيږي. امام ابن قيم رحمة الله عليه ويلي دي: ”د هر خير او ښېګڼي اصل او بنسټ علم او عدل دی او د ټولو ناخوالو او شرونو بنسټ او اساس جهل او ظلم دی“.

جهل او ظلم يو داسي ناروغي ده چي په لومړي سر کي يې ټولي نړۍ ته کفري ده که اسلامي ستر ضرر متوجه کړی دی، بيا يې اسلامي نړي د ډېرو لويو خواریو او بلاوو سره مخامخ کړې ده. دا نن چي اسلامي نړۍ ته دا بخولي او کړاوونه پېښ دي د ټولو ريښې د عوامو له جهل، د واکمنو له ظلم او د لويو کفری طاغوتي ځواکونو له سراښيو او دښمنيو څخه دي. نن مهال د دغو درو لويو بلاوو په سبب په نړۍ کي ډېر هيوادونه او ولسونه ډېر وروسته پاته سوی دی او په ډول ډول بخولو، کړاوونو، فقر، اسارت او نورو خواريو اخته دي. په دوی کي بيا مسلمانان تر ټولو خوار دي. اسلامي هيوادونه سره د دې چي ډېر شته او ځمکه او تر ځمکه لاندي ډول ډول زېرمي لري، خو هيڅ هيواد يې نړيوالو ته کوم د يادوني وړ نوی او د يادوني وړ شی نه دی وړاندي کړی، بلکي تقريباً ټول اسلامي هيوادونه په يو ډول نه يو ډول د خپلو جاهلانو د جهالت او خاينانو د خيانت له امله د کفري طواغيتو تر نيواک، ښکېلاک او ظلم او تېريو لاندي د ويرونو او غمونو شپې سباکوي. نن مهال په اسلامي هيوادونو کي زياتره جاهلان په ډول ډول نومونو په واک کي دي او عالمان او پوهان يې تاييد او ملاتړ کوي او انحنا او تملق يې هم ورسره مل وي او رشتياني او د مناعت نفس خاوند عالمان چي يې مخالفت کوي، بدنامۍ، محروميتونه، ګوښې ته کول، وهل، ترټل، تېښته، بندونه او وژل يې يوازينۍ برخه باله سي. نن د جهل او ظلم له لاسه ډېر څه سر چپه سوی دی. له هر اصيل اسلامي ارزښت څخه د جاهلانو په مټ د ظلم او کفر د خدمت لپاره  استفاده کيږي، باطل ته حق وايه سي، حق باطل ښکاري، معروف منکر او منکر معروف ايسول کيږي. نن د جهل او جاهلانو واک او ځواک تر دې پولي رسېدلی دی چي، امين، هيوادپال،عالم، متخصص، ټکنالوژيست، ماهر، د هنر خاوند او د اسلام، قوم او هيواد خدمتګار په هيڅ ډول انتخاباتو کي د بریاليتوب هيڅ ډول چانس نه لري. او که احياناً ځان نوماند هم کړي، تاواني کېده، ريشخندېده او ماته يې حتمي او قطعي ده.

ليري به نه ځو زموږ د خپل هيواد دې وروستۍ اته دېرش کلني دورې ته به يو ځغلند نظرواچوو. هسي خو دا سوونه کلونه زموږ د هيواد وګړو د جهل، ناپوهۍ او بې علمۍ، فقر او خوارۍ په تورو ترږميو کي د جاهلو او نالوستو يا لږ لوستو واکمنو د ظلم او تعداوو تر ساطور لاندي د بدمرغيو، کړاوونو او زهره ترکيو ويرجني شپې سبا کولې. خو له بده مرغه له کله څخه چي د ۱۳۵۷ کال د غوايي د مياشتي د اوومي کودتا وسوه، يو خو پخپله په دغو کودتاچيانو او د هغو د ګوند په غړو کي تر څټه جاهل احمقان بېخي ډېر وه او بل يې په مقابل کي د نورو ډېرو جاهلانو خولۍ په غوړو کي سوې. يوې خواته د مرده باد ! زنده باد ! چيغي پورته سوې، بلي خواته د هلئ کفر درغی ! کفر درغی ! ناري سوې، زولنې وشرنګېدې، توري وبرېښېدې، پردي لاسونه راوغځېده او د جنګ جګړې ډګر تود سو. لږه موده وروسته خبره دې ته ورسېده چي روسي ښکېلاک هيواد اشغال کړ او امريکې او متحدينو يې لېونۍ غورځي پرځي پيل کړې. په پايله کي هغه چي مخلص مسلمانان وه، هغه چي د خدای د لاري او هيواد د ژغورني مجاهدين وه، هغه چي په يو څه يې سرونه خلاص وه او هغه چي د علم او پوهي څښتنان وه او هغه چي د خلکو او هيواد غمخواره وه ټول یا له هيواده په واته سوه، یا په بندي خانو او جنګ جګړو کي مړه سوه او يا په يوه نامه او بل نامه  له منځه ولاړل او نور يا زاړه سوه او يا په اقليت کي او بې واکي سوه او بالاخره میدان جاهلانو او لنډغرو ته چغالي پاته سو. په دې کلونو کي یا خو ښوونځي او پوهنځي نه وه او که وه هم ډېر لږ او مازي په نامه وه. چي دي وضعي د جاهلانو او ناپوهانو پر لښکر باندي نور هم زياتوب راوست. پرديو غليمانو يو لږ شمېر کسان د مجاهدينو او د جهادي ګوندونو د مشرانو او رهبرانو په نومونو په کاذب شهرت او په برس او پالش ورکولو او د وسلو او پيسو پر اورولو سره د دغو جاهلانو په مخکښي او رهبري کي ودرول، يو څو لوېديځ وهلي تحصيل یافته ګان يې هم د دغو په اصطلاح جهادي رهبرانو چوپړ ته وګومارل. پای روسي نيواکګران له هيواده ووتل، خو د دې پر ځای چي په دې وروسته پاته او جګړه ځپلي هيواد کي يو اسلامي حکومت راسي او خلک د هوسايۍ ساواخلي، د دغو جاهلانو لشکرو او د پردو له خوا دغو جوړو سوو رهبرانو هيواد داسي لوټ او لوټي لوټي کړاو خلک يې داسي ووژل او وځپل، چي د دې جنايتونو احصايه د اند له پاسه سوه. د خلکو او کفارو په سترګو کي يې اسلام او جهاد او افغان بد وايساوه، د افغانستان نوم يې په ټوله نړۍ کي بد کړاو يو ځل بيا له هيواده د خلکو د وتلو څپي پيل سوې. په دې کوچني هيواد کي د بېلابېلو واکمنيو جزيرې رامنځ ته سوې، د جنايتکارانو، بېسوادو، لنډغرو، اوباشانو او د پردو د لاسپوڅو ډول ډول ډلي په بېلو بېلو نومونو رامنځ ته سوې، جوزجانيان، ګليم جمان، دوستميان، پنجشيريان، توپکيان، پاټکيان، هزاره ګيان، حزبيان، شر او فساد او …. دا هغه نومونه دي چي د عامو خلکو له خوا پر دغو ډلو ټپلو کښېښوول سول. ځيني کسان چي له بې سوادۍ، خردماغي او پايلوچۍ پرته يې بل هيڅ هنر نه درلود، د هيواد په ګوټ ګوټ کي د نومونو، ارګاه او بارګاه او واک اوځواک خاوندان سول او په ډول ډول جنايتونو کي تر دې کچي وړاندي ولاړل چي ځينو يې پر هلکانو باندي نکاح وي وتړلې.

د هيواد دغه ناورين د دنيا ټولو کفارو او مسلمانانو ليدی، خو په دغسي حالاتو کي هيچا د دغو بې دفاع وګړو ننګي ته لاس راونه غځاوه. بالاخره د طالبانو په نامه ډله(چي د ديني متوسطي پوهي درلودونکي وه) راپيدا سوه. خلک يې د دغو فاحشو او بدمعاشو عناصرو له زورونو وژغورل، د هيواد دغي ماتي او بحراني کښتۍ ته يې نجات ورکړ، د هيواد په ګوټ ګوټ کي يې ډاډمن امنيت ټينګ کړ، هيواد يې له ټوته ټوټه کېدو او تجزيه کېدو څخه وژغوره،د توپکيانو او نورو ټولو غيرمسؤولو وسله والو کمبله يې ورټوله کړه، اما يوه ډله چي د طالبانو په وړاندي يې تر ډېره ټينګار او خشن لجاجت وکړ همدغه اوسنۍ شمالي ټلواله ده چي طالبانو ۹۵ سلنه له منځه يووړه او پاته پنځه سلنه يې هم د آمو د کبانو خوراک کول، خو په تأسف سره چي په دغو ډېرو حساسو شېبو کي امريکايانو پر هيواد پوځي تېری وکړ، د طالبانو واکمني يې ړنګه کړه، ټول هغه پخواني او مات سوي، تيت او پرک توپکيان او داړه ماران يې پرواک کړل، شمالي ټلوالي ته يې ډېر واکونه او موکونه ورکړل، په امريکا او نورو ځايونو کي يې خپل ريزرف او د دغه مهال لپاره ساتل سوي ګوډاګيان د ډموکراټانو او ټکنوکراټانو په نومونو پر لويو لويو چوکيو کښېنول. هغو پوهانو ته چي خپلواک او مستقل وه او د امريکې يانورو مداخله کوونکو هيوادونو د جاسوسۍ سازمانونو سره يې اړيکي نه درلودې د کار او خدمت موقع هيڅ ور نه کړه سوه. ډېرو هغو کسانو ته چي لږي او نيمچه زده کړي يې کړي وې، د لوړو تحصيلاتو جعلي سندونه جوړ کړی سول او لويو دندو ته وګومارل سول.

د طالبانو له ډلي څخه هم يو شمېر سست عنصره کسان يا هغه چي ښايي له پخوا څخه يې د امريکايانو يا نورو سره پټي اړيکي درلودې امريکايانو ته تسليم سول، چي ځيني د دندو او امتيازونو په ترلاسه کولو او ځيني د پيسو او شتو په ټولولو او ځمکو، ماڼيو او جايدادونو په برابرولو لګيا سول. چي اوس ډېر دغسي تسليم سوي طالبان سره د دې چي د علم او سياست څخه ډېره لږ برخه لري، د سياست او عوامفرېبۍ په دې ړانده بازار کي د پردو په پټ او ښکاره ملاتړ او تمويل او مادي اوتوريتې په ورکولو سره مطرحي څېرې وګرځېدې.

طالبان هم کرار کښې نه نستل او د خدای بخښلي ملامحمد عمر مجاهد په مشري يو ځل بيا سره راټول سول او د اشغالګرو په وړاندي يې وسله وال جهاد ته ملاوتړل. په دوی کي د دښمن سره د مخامخ جګړه کوونکو او د سنګر د اتلانو جهاد او کارنامې د ډېري ستايني وړ دي. خو لکه چي وايي:”سل دي ومره يو دي مه مره“ د رشتيني ملي اسلامي اتل ملامحمدعمر مجاهد رحمة الله عليه په مړينه سره په طالبانو کي هم درزونه رامنځ ته سول، ځينو د بېلي ډلي جوړېدو ته ملاوتړل او کله ناکله يو پر بل باندي څه تبليغات هم کوي، چي د دواړو خواوو حيثيت ته يې ډېره بده صدمه رسولې ده او که بيرته سره يو نه سي راتلونکې يې هم تياره ښکاري.

دې بلي خواته د دښمن په صف کي ټول جاهل، لنډغر، وطن پلوري او بهر مېشتي سيکولر عناصر او له ځان او جهانه بې خبر ځوانان (هغوی چي زياتره يې نيم پيازه او په ټېله او ټمبه دوولسم پاسان يا لږ لوړ دی) سره راټول سوي دي، لکه شمالي ټلواله او اوباشان يې، دوستم او لنډغر يې، پخواني توپکيان او سرغنه ګان يې، هزاره ګان او ايران پلوي شيعه ګان، اربکيان او عسکران چي ټول يې بزګران، د خټو مزدوران، تبنګ والا، کوچيان، چوپانان، ايله ګردان، کوڅه ګښته ځوانان، غله او لاري وهونکي دي. په دې ټولو کي کېدای سي يو او نيم د لوړو زده کړو خاوندان هم وي. خو د هيواد زيات رشتيني پوهان او عالمان يا پرکوروناست دي، يا په نورو شخصي کارونو بوخت دي او يا هم په بهرنيوهيوادونو کي اوسي.

له دې امله دی چي نالوستي، نيمه لوستي، بې کفايته او فساد پيشه عناصر د پردو په حمايه د هيواد او خلکو پر ټولو شؤوناتو واکمن سوي دي، څنګه چي دکار وړتياوي نه لري، ټول کارونه يا په ټپه ولاړ دي او يا هم په ډېره سستي او بې خوندي پرمخ ځي، خو هيواد او هيوادوال د اشغال، اداري او نورو ډول ډول فسادونو، فسق او فحشاوو، بېکاريو، سړي تښتونو، داړه ماريو، قاچاقو، خپل منځي شخړو او رقابتونو د تحمل ترڅنګ د جګړې دروند پېټۍ هم پر اوږو وړي.

اوس چي له يوې خوا ډونلډ ترمپ د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کي د نه مداخلي د پاليسۍ او نورو نوو طرحو سره د امريکې د چارو واګي په لاس کي اخلي او له بلي خوا اوباما د طالبانو په وړاندي پر خپله ماته باندي په ډاګه اعتراف وکړاو امريکا له اقتصادي پلوه د سختو ستونزو سره مخ ده او بله د اندېښنې وړ خبره داده چي پاکستان، چين، روس او ايران هم يوه سلاسوي او په تېره يې په دې وروستي کي د افغانستان په اړه ليدني کتني زياتي کړي دي، د طالبانو سره د روسيې او ايران د تماسونو او اړيکو ټيګېدو خبري هم کيږي. د طالبانو فتحو او بريو هم تر پخوا ډېر زور اخيستی دی، چي اوس يې د هيواد تقريباً نيمايي برخه تر ولکه لاندي ده. نو له هوا او فضا څخه داسي ښکاري چي که امريکا او افغاني پلويان يې د طالبانو سره روغي جوړي ته سره ونه رسيږي په ډېر لږ وخت کي به د امريکې ولکه پر افغانستان او د هغې پر ګوډاګيانو باندي ډېره کمزورې سي او خدای مکړه دا هيواد به يوځل بيا د هماغه توپکيانو د مهال غوندي زړه بوږنوونکي يا تر هغه لابتر برخليک سره مخامخ سي او دا خاوره به خدای دې نه کوي له يوې خوا د امريکې، لوېديځوالو او هند او له بلي خوا د پاکستان، روس، چين او ايران د مقابلو ډګرسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحداڅګزۍ

محترم ملازوی صاحب اسلام علیکم ډیر ښه تحلیل دی کړۍ دۍ خودازمانظردی چه بیا هغسی توپکیان نسی راتلای ولی چه هم طالبانو تجربه پیداکړه او هم فوج سته اونه دنیادطالبانو له حیثیته انکار کولای سی امریکااوغربیان مجبوردی دخپل امنیت په خاطر به دافغانستان سره جوړجاړۍ کوی انشاءالله فتح نژدی ده خو زه دیوه شی بیریږم که بیا قوم پرستی او طالب پرستی نسوه شرو ع او په مقرراتو کی پوه او لایق خلک نه سول مقرر ملک بیرته پاکستان او عربوته نسول اړ افغانستان ډیر پوه خلک لری او الله ښه زهنیتونه ور کړی دی مثال یی سید جمال الدین… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x