نظــر

د کرزی په ژړا وژاړو که وخاندو؟ – (دوهمه برخه )

karzai cryبسم الله الرحمن الرحیم   
 د اوسنی او مخکنی ملت د نمایندګانو توپیر :
د ټولی نړی په شان ، زمونږ هیواد کی هم د مشرانو او اولسی جرګی چه د خلکو په رایو غوره شوی او د ملت نمایندګان ورته وایی   دا چه کرزی صاحب د دوی په  څنګ کی  د امریکا په پلان ، دستور ، بودیجه او امنیت نیولو د مشورتی او یا لوی جرګی په نوم د خلکو نوی نماینده ګان په ډیره عجله کابل ته راټولوی تر څو د امریکا د غلامی دوهم تړون د مخکی په شان لاسلیک کړی ، دلته څو پوښتنی راولاړیږی :

اول : د نوو او زړو د ملت د نماینده ګانو د غوره کولو او صلاحیت لرلو په میکانیزم کی څه توپیر شتون درلود ؟ که دوی ډير پوه او ملت ته تر اولو نمایندګانو ډیر منلی نمایندګان وو هغوی ولی اول غوره نه شول چه د قانون په جوړولو او نورو مهمو پیښو او تصامیمو کی یی ښی پریکړی تر سره کړی وی تر څو زمونږ هیواد د هغو ستونزو مخه نیولی وی چه اوس ورسره لاس او ګریوان دی مصارف به هم  کم وی ، وخت به هم ضایع شوی نه وی او ددی پروسی په شان ټولی پروسی به په منظم او ګټور ډول مخی ته تللی وی .

دوهم : که د ملت زاړه  نماینده ګان ناپوهه ، بی کفایته او بی باوره وی او لا  د هغوی په غوره کولو یا رایو ورکولو کی درغلی شوی وی( چه شوی هم ده )  رخصت یی کړی دهغو په ځای باید د ملت دا نوی نمایندګان کار وکړی چه پوه ، با کفایته ، با صلاحیته او په ټاکلو کی یی نه یواځی درغلی نه ده شوی د یوی یا دوه اونیو په اوږدو کی وټاکل شو او کابل ته راوړل شول . همدوی باید نوی اساسی قانون جوړ او د هیواد د فساد ، اشغال ، نشه توکو او نورو سره مقابله وکړی .

دریم : که دا خبره سمه وی چه مونږ مخکی قانونی او با کفایته پارلمان نه درلود نو دا دیارلس کلونه مونږ په بی قانونی کی تیر کړی دی دا ټول کارونه له اوله یا بیا ترسره شی او تر اوسه چه زمونږ کوم رسمی تړونونه د بارنو سره شوی هغه ټول بی اعتباره اوله سره له څیړنو لاندی ونیول شی .

څلورم : د پلټنی یو باصلاحیته کمیته هم باید وټاکل شی چه د دی دیارلس کلونو  د دی لوی خیانت چه مونږ د ملت نماینده ګانو پرځای د ملت غله او ناپوهه مفسدین راټول کړی وو دی لوی ملی خیانت کی د چا لاس وو هغوی په ګوته او عدالت ته وسپاری چه درنی جزا ورکړی او یا د دغه دیارلس کلونو ټولی کړنی په نه کړنو او  نالیدلی اعلان کړی

پنځم : تر ټولو دا ډیره مهمه ده چه زمونږ د هیواد اوسنی اداره خو دومره بی کفایته ، مفسده او ناپوهه ده چه دیارلس کلونه یی په نه حکومت او بی قانونی کی تیرکړی ، یعنی د دوی په اوسنی اداره لیونیان او ماشومان ډیر شرف لری نو امریکا خو د قانون ، نظم او دیسپلین دعوی لری د لیونیانو او ماشومانود چارو واکو د پاره ټاکل او بیا د هغه ناپوهانو سره د دوی تړونونه څرنګه دوی د اعتبار وړ ګنی ؟ او اوسنی اخری د امنیت تړون معاهده د ماشومانو سره لری څه ګټه ورته لری او که د امریکا حکومت هم له دغو لیونیانو او ماشومانو څخه جوړشوی ؟ او که دا یی پالیسی ده چه د د دیمکراسی د شیطانی نظام د چلولو او د خپلو استثماری پلانونو د عملی کولو د پاره دهمداسی هر چیری له همداسی لیونیانو او ماشومانو څخه کار واخلی او اخلی .

شپږم : د جلالت ماب کرزی صاحب له خوا  د دی نوی لوی جرګی د نمایندګانو  د صلاحیتونو سره هم دوه مخی او فریب کاری څخه کار واخستل شو ، دی جرګی ته یی لفظا د لوی جرګی نوم ورکوو ولی رسمی نوم یی مشورتی جرګه وه ، یعنی هغه جرګه چه هیڅ صلاحیت نه لری خبره سره ددی چه پوهیدل فیصله یی همدا وه چه باید دا تړون تایید کړی په همدی خاطر ورته ډالر ورکړی شوی وو مګر د حفظ ماتقدم په خاطر که چیری افغانی وینی یی ګرمی اودی تړون ته د غلامی تړون نوم واخلی نو بیا به وایی چه ستاسی له مشورو مننه مګر تاسی هغه نه یاست چه تصمیم ونیسی .

اووم :  دا چه د دی لفظی لویه جرګی ولی رسمی مشورتی جرګی  راتلل کابل ته هغه نورو اولسی او مشرانو جرګو د پاره توهین او د هغو صلاحیتونه د پوشتنو لاندی راوستلو ته هم د کرزی او باداران متوجه وو  نو کرزی صاحب اخره کی دا اعلان هم وکړو چه ددی جرګی تصویب شوی مصوبه به د تایید د پاره اولسی او مشرانو جرګو ته وړاندی کیږی یعنی د هغه اهمیت یی له دی لوی جرګی اوچت کړو  بله پوښتنه رامنځته شوه که هغه دوه شوری ګانی تردی اوچتی وی نو د دی جرګی راټولیدل څه ګټه لرله ؟

اتم : اصلا کرزی صاحب او بادارانو دا صلاحیتونه ځکه وویشل چه که کوم اړخ د دی تړون په مقابل کی منفی نظر ولری نو مونږ به دهغه اړخ نظر راواخلو چه د دی تړون سره پیوستون او مثبته رایه ولری او منفی اړخ ته به هم قناعت ورکړی چه تاسی هم په جریان کی وی زه ځکه وایم چه پخوا به دوه مخی وی مګر کرزی صاحب او بادارانو یی د څومخی ابتکار وکړی شو .

نهم :بیا تر تولو دا یی ډیره مهمه وه ، چه کرزی لکه د ټولی پروسی پوره واکدار معلومیدلو اخره کی وایی چه دی لوی جرګی خو تایید کړه ، له دی وروسته که اولسی او مشرانو جرګه یی لاسلیک کړی  زه به یی تر هغی لاسلیک نه کړم چه تر څو امریکایانو دا شرایط منلی نه وی او لا به یی تر ټاکنو وروسته ته معطل کړو یعنی دا یی اولسی او مشرانو جرګی ته هم په ډاګه کړه چه ستاسی تر تایید هم زما تایید پورته دی یعنی داسی نه چه د هغو دوه جرګو تایید اخری تصمیم اعلان نه شی   که احیانا هغوی مخالف نظرورکړی بیا خو به مونږ ټوله پروسه بایللی وی .

لسم : تر ټولو یی دا ډیره مهمه خبره ورسره کرزی صاحب  زیاته کړه (( چه زما ضمیر خوماته د دی تړون د لاسلیک کولو اجازه نه راکوی مګر مجبور یم )) نو که دده دا جمله باندی څیړنه کوو د بلی لیکنی ایجاب کوی خو زه به ورباندی لنډه څیرنه وکړم :

الف : وایی دروغجن حافظه نه لری کرزی په اول کی وایی چه دا تړون مونږ ته ډیری ګټی لری خو اخره کی وایی چه زما ضمیریی نه منی د ضمیر نه منلو اکثره د معنویاتو سره وی یعنی د دی تړون لاسلیک کولو زمونږ معنوی ځانوژنه ده .

ب : بله دا خبره ، کرزی صاحب وایی چه زما ضمیر ماته اجازه نه راکوی ښه ده چه وروسته رییس یی لاسلیک کړی یعنی وروستی ریس جمهور تر ده ډیر بیضمیره دی ؟

 ج : که ګټور وی کرزی یی ولی نه کوی او که تر دی کچی تاوانی وی چه د کرزی ضمیر نه لاسلیک کوی نو وروستی ریس یی ولی لاسلیک کړی ؟

د : بیا د کرزی دا خبره چه زما ضمیر اجازه نه راکوی او لوی مشورتی جرګی د ده په فشار او رشوت ورکونه تایید کړه ، او له دی وروسته به د کشرانو اومشرانو جرګی ته هم ځی که هغوی یی هم تایید کړی د دی معنی دا چه دا دری جرګی سره بی وجدانه او بی ضمیره دی ؟

ه : نو که کرزی د دی تړون لاسلیک کول د خپل ضمیر په مخالفت کی ګڼی یعنی دا تړون زمونږ د ملت د غلامی او بی ننګی تړون دی  نو دی اوس هم بی ضمیره دی چه د خپل ضمیر په غم کی دی مګر نور که د خپل ضمیر مخالفت وکړی او د ملت په تاوان دا تړون لاسلیک کړی نو د ملت پروا نه لری ؟

ز : د کرزی د دغه څو مخی جملی اخره برخه وڅیړل شی چه وایی ( زما ضمیر یی نه منی مګر څه وکړم مجبور یم ) څه وکړم مجبور یم باید کرزی تشریح کړی وی یعنی دا معنی چه مونږ وخته پلورل شوی غلامان یو ؟ که یو ، نو تړون خو د دوه خپلواکو ډلو تر منځ لاسلیک کیدی شی د بادار او برده په منځ کی خو لایحه او دستور وی چه دا به کوی او دا به نه کوی .

 ح : که مجبوریت داوی چه مونږ څه نه لرو ، له ماموره تر ریس جمهوره او له عسکره تر جنراله امریکا معاش راکوی او که امریکا سره دا تړون ونه شی امریکا نه معاش ورکول زمونږ د دولتی دستګاه سقوط دی او کرزی صاحب دی سقوط ته د ملت سقوط وایی ، په داسی حال کی چه د دی اداری له بودن څخه نه بودن یی د ملت ، امریکا او ټولی نړی په ګټه دی ، د کرزی صاحب وخت هم پوره دی او دومره یی جوړی کړی چه د زرونو نسلونو یی بس دی  نو بیا د څه مجبوریت دی پریږده چه دا فاحشه او فاسده اداره نابود او په ځای یی ملی او اسلامی اداره جوړه شی .

اولسی او مشرانو جرګوڅو ورځی مخکی  چیغی وهلی چه که دغه د لوی جرګی نمایندګان د ملت نماینده ګان وی نو د پارلمان  وکیلان بیا د ملت غله دی؟ دغه غلو ته همدغه ملت رایوی ورکړی دی او اوسنی نمایندګان ټول د کرزی خپل خپلوان ، دوستان او د ډالرو اخستونکی دی یعنی ملت تری خبر هم نه دی او بیا نوی په سلو کی یی له کابل د خرڅ د کموالی او د باور د زیاتوالی په خاطر د کابل له نزدی او لیری نواحیو راټول کړی دی او له نیمایی زیات یی د همدی شوری ګانو وکیلان دی  چه که په دغو جرګو د کرزی صاحب باور وی نو دغه لوی جرګی ته اړه نه وه او که دغه لوی جرګی ته اړه وه نو بیا د دی جرګو بی باوره وکیلانو پکی ولی برخه اخستی اکثریت یی دلته برخه درلودله او که دلته وو نو بیا دا مصوبه بیا ولی هغه جرګو ته د تایید یا تر دید د پاره لیږل کیږی ؟

  په هر صورت د خپل ماشوموالی هغه وخت را په یاد شو چه کله به مو کورونه جوړول او کله به مو ورانول .  ومن الله التوفیق

د دویمی برخی پای

ــــ الحاج استاذ بیانزی ـــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x