fbpx

د بشري حقونو د مدافعو سازمانونو د توجه وړ!

نن ټکی اسياـ سرليکنه

له تیرو دوو ورځو راهسیې د پل چرخي محبس یوزیات شمیر بندیانو د نه خوړلو اعتصاب کړی او د اعتراض په دود یې خولې ګنډلې دي .

دا سیاسي بندیان چې د پل چرخي محبس په اووم بلاک کې اوسیږي ادعا لري چې د محبس د چارواکو لخوا ورسره ناوړه سلوک کیږي، وهل کیږي ، کړول کیږي او بشري کرامت یې تر پښو لاندې کیږي.

اعتصاب کوونکی بندیان وايي چې د سیاسي بندیانو په جمله کې ۱۴۰۰۰ تنه زندایان داسې کسان دې چې تر کلونو تیرولو وروسته لا هم په بي سرنویشتي کې ژوند تیروي او د اسارت لامل او وخت یې هیڅ نه دی معلوم.

همداراز د هغوی له جملې څخه یې ۸۰۰۰ داسې بندیان دي چې د حبس دوره يي پوره شوي خو دوی لاهم په کلونو او میاشتو په زندان کې پراته دي .

په کابل کې د محابسو عمومي ریاست چارواکي هم داخبره مني چې په څرخي پله زندان کې یوشمیر بندیانو اعتصاب کړی خو له هغه سره سره د بندیانو د قانوني غوښتنو په اړه بي اعتنايي ښیي.

پُل چرخي محبس چې د افغانستان مرکزي زندان دي په لسګونوزره بندیان د ژوند په ډیرو ناوړه شرائطو کې ورکي ساتل کیږي.

یادو بندیانو تر دې وړاندې هم څو ځله د محبس د چارواکو د ناوړه چال چلند او په محبس کې د زندانیانو د بشري حقونو د ترپښو لاندې کیدو له کبله اعتصاب کړی خو هرځل یې اعتصاب ته د ټوپک په خولې ځواب ورکړل شوی دی.

تیره اونۍ یو شمیر خبري رسنیو په پل چرخي محبس کې د حاجي دینار خیل په نوم د یوه عمر خوړلي بندي د روغتیايي وضعیت د وخیم والي خبر ورکړي وو.

په یاد خبر کې ویل شوي و چې ښاغلی دینار خیل چې د څرخي پله د زندانیانو په کچه تر ټولوعمر خوړلی ۹۰ کلن بندی دي په زیات بوډا توب سربیره د فلج په ناروغۍ هم اخته دی.

د بندیانو په اړه د ژنیوا د کنوانسیون د مقرراتو له مخې بندیان د محکومیت په حال کې هم له ټولو هغو حقونو او استحقاقاتو څخه برخمن وي کوم چې یو برئ الذمه شخص د برائت په حال کې تري برخمن وي .

لهذا باید د بشري حقونو د ساتنې سازمان او همداراز په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعې ټولنې او سازمانونه د څرخي پله محبس د زندانیانو له ناوړه وضعیت نه وړاندې تر دې چې هلته بشري نارین را منځته شي ځان خبر او د بندیانو د ستونزو د هواري په اړه خپل بشري او اخلاقي مسؤلیت سرته ورسوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د