نظــر

افغانستان د مولوي پاسني په شان قاضی القضات ته ضرورت لري

خالد افغان زوی

دری نیمي لسیزې جنګ د افغانستان ټولنیز جوړښت او د استقرار او عدالت بنیادونه ټول لړزولي دي. هیواد په بشپړه ګډودۍ او هرج و مرج کیوتی دی.د هیواد یو شمیر اتباع چې په جنګ کې رالوی شوي، تعلیم، تربیه او د دین، رواج، سړیتوب او اخلاقو زده کړه یې نه ده لیدلې د بهیمیت تر حده جاهلان دي. له همدې امله خو روزانه په رسنیو کې داسې بوږنوونکي او شرموونکي سرلیکونو وینو چې د خبر د راخلاصولو او په تفصیل ځان خبرولو جرأت یي نه شو کولای. کله چې د ولسمشر لومړی مرستیال په شپیته کلن سپین ږیري په عام محضر کې جنسي تیری کوي. کله چې د مرافعې قاضي له صاحب الدعوا څخه په رشوت کې لور غواړي. کله چې حکومتي رئیس له خپل ځوان همکار څخه د څو روپیو په مقابل کې د لواطت غوښتنه کوي نو په داسې وخت کې خو به د کومندان حضرت علي یو ټوپکی سرګروپ خود دا جرأت کوي چې دوه خویندې په یوه شپه کې ځان ته نکاح کړي.

د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې د دوو خویندو ( مرحبا او مروا) سره د شوي ظلم په اړه دا څو ورځې په رسنیو کې خبرو او تبصرو زور نیولی . هرڅوک یوازې په دې تلوسه کې دی چې د پیښې په اضافه جزیاتو ځان خبر او بیا ورباندې ګرم ګرم بنډارونه وکړي. تراوسه دا چا ونه ویل چې ددغسې حالت د پای ته رسولو لپاره باید څه وشي او بالاخره ددې اخلاقي او کلتوري سقوط د مخنیوي وروستی درمل چیرې او کوم دی؟؟

څه د پاسه شل کاله پخوا د تنظیمي جګړو په وخت کې د افغانستان حالت همداسې ګډوډۍ په مخه کړی و او حتی تردې بوږنوونکي جنایات د ټوپکیانو او زور واکو لخوا روان وو.خو هغه مهال په افغانستان د الله تعالی یو غیبي فضل وشو چې د مدرسو طالبان راپاڅیدل او د ټوپکیانو ټغر یې ورټول کړ. زما لپاره دا یوه پوښتنه وه چې طالبان څرنګه وتوانیدل چې د ګډوډۍ او بې نظمۍ مثال هیواد د امن او قانونمندۍ په بیلګه هیواد بدل کړي.یوه ورځ راته یوه طالب چې د طالبانو د لومړني قاضي مولوي سیدمحمد پاسني سره د ساتونکي په حیث اوسیدلی و د طالبانو د قضاء یادونه وکړه چې زما لپاره ډیره جالبه وه.

دغه طالب وویل چې مولوي پاسنی چې اصلي نوم یي مولوي سیدمحمد و د غزني د ګیلان اوسیدونکی و. د روس ضد جهاد په وخت په کندهار کې د مجاهدینو قاضي و د طالبانو له راپاڅیدلو وروسته د طالبانو لومړنی قاضي او د کندهار د مرافعه محکمې رئیس و. سره له دې چې له تنظیمي ټوپکیانو او داړه مارانو سره د طالبانو سخت چلند هم د امن په تحکیم کې مرسته وکړه مګر په اجتماع کې د امن اساسي عامل د مولوي پاسني په شان د طالب قاضیانو پریکنده قضاء او د قانون تطبیق و چې د مجرمانو اندامونه یي ولړزول.

دغه طالب راته د مولوي پاسني د قضاء یوه کیسه داسې وکړه: په کندهار کې د ټوپکیانو هرج و مرج روان و، هر قومندان د خپل سر پاچا و او د هر چا په مال او عزت یي تجاوز کولای شوای. په دې مابین کې د ارغسان ولسوالي یوه ټوپکي زورواک میړوښه نجلۍ ځان ته په نکاح کړه. د نجلۍ پلار چې خپله لور یې په کوچنیوالي بل کس ته ورکړې وه دا چې د ټوپکي لخوا مجبور شوی و او ټوپکي ورته ډیرې پیسې هم ورکولې نو د خپلې لور په لومړنۍ نکاح منکر شوی و او لور یې ټوپکي ته له سره په نکاح کړې وه.

په مابین کې مخکې له دې چې ټوپکی دغه نجلۍ ځان ته واده کړي طالبان راپیدا شول او کندهار ښار یې ونیو. مولوي پاسنی په کندهار ښار کې دطالبانو لومړنی قاضي وټاکل شو او زما په شمول څو طالبان ورسره همکاران و. یوه ورځ یو مظلوم ځوان راغی مولوي پاسني ته یې عریضه وکړه چې زما ښځه چې یو وار ورسره زما کوژده شوې اوس بل سړي ځان ته په نام کړې ده. مولوي پاسني د پیښې او طرفینو له تشخیص وروسته دغه ځوان ته وویل چې سبا محکمې ته شاهدان راولي چې له نجلۍ سره ستا په نکاح شاهدان وي، دغه راز یي د مقابل جانب سره تړلي کسان د نجلۍ دپلار او مور په ګډون او خپله نجلۍ یې هم راجلب کړه. سبا محکمې ته له عارض سره ډیر شاهدان راغلل. خو له مقابل جانب څخه خپله نجلۍ او ورسره پلار او مور یې حاضر شول.

مولوي پاسني لومړی د عارض له شاهدانو جلا جلا پوښتنه وکړه، هغوی ټولو په اتفاق وویل چې هو، موږ خبر یو دغه نجلۍ پخوا دې ځوان ته په نکاح ورکړل شوې وه، په پلاني ځای کې یي پلاني ملا نکاح وتړله، دومره اندازه یې مهر و او په دې ډول د ټولو شاهدانو له خبرو معلومه شوه چې عارض رښتیا وایي.

مولوي پاسني وروسته د نجلۍ له پلاره وپوښتل چې تا څنګه خپله لور یو ځل یوه کس ته په نکاح ورکړې او اوس دې بل ته په نکاح کړې؟ د نجلۍ پلاره چې د ټوپکي زوم تر تاثیر لاندې و او شاید پیسې یي هم اخیستې وې وویل چې دغه کسان ټول دروغ وایي دوی زه نه پیژنم او ما خپله لور دغه ځوان ته نه ده ورکړې. وروسته د نجلۍ مور هم د خپل میړه خبره تکرار کړه.
مولوي پاسني وروسته خپله خبره نجلۍ ته متوجه وکړه او اوږده مقدمه یې ورته کیښوده. چې لورکۍ له ماسره ستا ددنیا او اخرت د نیکبختۍ او نجات غم دی. اوس خبره ټول تر تا پورې معطله ده. د هیچا لحاظ مه کوه یوازې د الله تعالی له عذابه وویریږه، چې په ناروا ژوند کې واقع نه شې چې بیا به دې هم دنیا تباه وي او هم آخرت . ته رښتیا ووایه آیا ته ددې نوې نکاح نه مخکې داسې خبره شوې یې چې چا ته په نام شوې یا کوژده شوې وې؟؟

نجلۍ وویل چې مولوي صاحب خاص د خدای په خاطر وایم چې هو زه مې پلار کلونه مخکې دغه موجود سړي ته په نکاح ورکړې وم، مګر اوس یې په ظلم بل ټوپکي ته ورکړې یم.

مولوي صاحب له نجلۍ نه د پوښتنو په نتیجه کې معلومه کړه چې عارض رښتیا ویلي دي. دغه وخت یې نو فیصله وکړه چې نجلۍ دې عارض ته وسپارل شي. طالب وایي چې مولوي پاسني صاحب ماته وویل چې ورشه لښتې راوړه . ما ورته یو ګورت لښتې راوړې د نجلۍ پلار یې پړمخې څملاوو او څو لښتې یې په کوناټو وواهه چې له خدایه نه ویریږې د خپلې لور دنیا او اخرت ورتباه کوې! د مولوي صاحب له ګوزار سره د نجلۍ پلار هم اقرار وکړ چې مولوي صاحب توبه مې ده بد مې کړي و او بیا به نه کوم.
وروسته مولوي پاسني یوه بل مولوي صاحب ته امر وکړ چې دنجلۍ او عارض ځوان نکاح ور نوې کړي. نکاح وتړل شوه مولوي صاحب ماته وویل بهر ووځه او څو د کلاشینکوف ټکان وکړه چې خلک خبر شي. زه د محکمې له اطاقه بهر ووتم او څو ډزې مې وکړې.مولوي صاحب د نجلۍ پلار او مور ته وویل چې ځئ نور نو ر خپل کور ته لاړ شئ. د نجلۍ پلار او مور له محکمې ووتل: وروسته یې ځوان ته وویل : ته دې هم خپله ناوې کور ته درسره بوځه. ځوان او نجلۍ هم له محکمې ووتل. طالب وایي مولوي صاحب ماته وویل چې دغه ځوان ډیر غریب معلومیږي ته ورشه که کور ته د موټر نیولو کرایه ورسره نه وه یو څه پیسې ورکړه. زه بیاورغلم او هغه ځوان ته مې یوه اندازه پیسې ورکړې تر څوخپله منکوحه ورباندې تر کوره وروسوي. په دې ډول په ظرف د څو ساعتونو کې حق حقدار ته وسپارل شو او هغه دواړه جانبه هم له دنیوي جنجال او رسوایي او هم له اخروي عذاب څخه خلاص شول چې تراوسه به شاید مرحوم قاضي مولوي پاسني ته دعاګانې کوي.

لوړه واقعه د طالبانو د قضاء یوه بیلګه وه،چې قاطعیت او جدیت په کې له ورایه ښکاري.زما خپل باور دادی چې ټوپک، عسکر،امنیتي ځواکونه او په خلکو زبردستي کله هم عدالت، امنیت او استقرار نه شي رامنځته کولای. اما قوي، فعال او باصلاحیته محاکم او قضاء کولای شي چې پر ټولنه قانون حاکم کاندي.

ددې مثال د صدر اسلام، خلافت راشده او نورو خلفاء د وخت وضعیت دی. چې قضاء ډیره فعاله او له لوړ اعتبار او حیثیت څخه برخمنه وه، په ټولنه به د قاضي رعب پروت و او بیا به هیچا دا جرأت نه شوای کولای چې له قانون څخه سرپیچي وکړي او جنایت ترسره کړي.

همدا اوس همدغه اصل که اسلامي ټولنو او حکومتونو هیر کړی مګر غربیانو په ډیر جدیت عملي کړی دی. په غربي هیوادونو کې قانون د پولیس، ټوپک او ډنډې په زور نه دی عملی شوی. بلکې هغوی خپل محاکم او قضایي ادارې ځواکمنې کړي دي.چې د هیچا رعایت نه کوي،شفافیت ته د لوی اصل په نظر ګوري نو ځکه هر څوک مجبور شوي قانون ته احترام ولري.

په افغانستان کې اوسنی حالت ډیر د افسوس وړ او کټ مټ داسې ګډوډي حاکمه ده لکه د خپلمنځي تنظیمي جګړو په وخت کې چې حاکمه وه.هغه مهال طالبانو په خپل قاطعیت سره دغه ګډوډي ختمه کړه. د طالبانو قاطعیت چې ځينو خلکو په تشدد سره تعبیراوو جنرال رحمت الله صافي یې د توجیه لپاره ډیر ښه مثال ویلی و. نوموړي هغه وخت ویلي و چې د افغانستان ټولنه هغې مستقیمې ورقې یا کاغذ ته ورته ده چې کوم چا په چپ اړخ تاو کړی وي.ددې کاغذیا ورقې د سیده کولو لپاره ضرورت دی چې په ښي اړخ همدومره تاو شي تر څو مستقیم او خپل حالت ته راوګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x