افغانستان

اکبر بای: د غني څرګندونې يوازې لاپې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د ترکتباران د شورا مشر محمد اکبر بای نن سه شنبه د ولسمشر اشرف غني په هغو څرګندونو نيوکه وکړه چې د عدالت د تنظيم او په خلکو په مساوي توګه د قانون پلې کولو په اړه يې تېره ورځ يوه غونډه کې وکړې، نوموړي وويل چې د ولسمشر دا څرګندونې دروغ او يوازې لاپې وهل دي.

ده وويل (عدالت به هغه وخت تامين وای چې دوستم نيول شوی وای).

ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې يوې غونډې ته په خبرو کې ويلي و چې هيڅوک تر قانون پورته نه دی او قانون د چا مقام ته له کتلو پرته په ټولو واکمن او غالب دی.

نوموړي ويلي و چې لومړی به قانون په ما پلی کيږي او بيا په نورو افغانانو، دا هغه څه دي چې افغانان يې غوښتنه کوي.

اکبر بای ويلي چې حکومت په عدالت تامينولو کې تبعيضي چلند کوي، نوموړي ټينګار کړی چې د خلکو لخوا ناقانونه کړنې بايد په منظمه توګه وڅارل شي. «قانون بايد د ټولنې د کمزوري په څېر پر ولسمشر او دغه راز د هغه په مرستيالانو په مساوي ډول پلی شي».

د لويي څارنوالۍ دفتر هم ويلي و چې د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم په اړه د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي د ادعا څېړنه به کوي خو تر اوسه پورې يې تحيقيقات نه دي بشپړ شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

افغانستان کی د قانون یادونه داسی مثال لری لکه څوک چه ووایی نارینه بچی زیږوی یعنی له خیټی یی بچی زیږول کیږی . هغه دیموکراتیک قانون د شرعی قانون په مخالف قطب کی قرار لری د کاپیتالیستی هیوادو دیموکراتیک قانون د حریصو سرمایدارانو ګټی خوندی او استثمارول یی قانونی کوی لمړی غیر قانونی عمل د امریکا سفارت کی زمونږ د ارګ د پاره دوه سری او نااهله د ع او غ د ایچړا ګانو مقری وه . دوهم غیر قانونی غنی د امریکا تابعت لری او میرمن یی د لبنان تابعت او عیسوی ده . دریم د دذغه غلامی اداری… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x